لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاک افغان پوله ددوه اړخیزه ګامونو پخلي دپاره دګډو ګزمو وړاندیز


هغه وویل مونږ د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د میکانزم کوم فهرست نه دی ترلاسه کړی
هغه وویل مونږ د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د میکانزم کوم فهرست نه دی ترلاسه کړی

دپاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي دپاکستان اؤ افغانستان دپولو دواړو غاړو ته دترهګرو دپټو ځالو په ضد داخستل کیدونکو ګامونو پخلي دپاره افغانستان سره د یو ګډ ځواک جوړولو اؤ ګډو ګزمو وړاندیز کړی.

دنهې په ورځ اسلام اباد کې بهرنیو خبریالانو سره دافغانستان اؤ پاکستان داړیکو په هکله دخبرو اترو په مهال وزیراعظم عباسي ویلي دترهګرۍ مخنیوي دپاره پاکستان له خپله انده هر رقم ګامونه اخلي

هغه وویل که چرې دواړه هیوادونه په دې غرض دیو ګډ ځواک یا د ګډو ګزمو تابیا کوي چې معلومه کړي دپولې دواړو غاړو ته دترهګرو په ضد څه رقم ګامونه اخستل کیږي نو ددې دپاره دنظامي لارې یوه طریقه ټاکل کیدی شي .

خو وزیراعظم په افغانستان ټینګار کړی چې دغه هیواد هم بایدخپله خاوره کې دموجودو هاغو ترهګرو په ضد ګامونه واخلي چې پاکستان کې اړی ګړی خوروي

هغه وویل “که په دقت سره شمیرو ته وکتل شي نو معلومه به شي چې دپاکستان په پرتله دافغانستان دخاورې څخه دپاکستان په ضد ډیرڅه کیږي ”

دوزیراعظم شاهد خاقان ددې وړاندیز نه وړاندې هم پاکستان اؤ افغانستان پخپله ګډه پوله د ترهګرو دپټو ځالو په ضد په ګډو عملیاتو اتفاق کړی ؤ خو وروستو افغان چارواکو تور لګولی ؤ چې پاکستان دخپلې دغه ژمنې نه پشا شوی دی.

پاکستان باندې دنړیوالې ټولنې اؤ په ځانګړي ډول دامریکا اؤ افغانستان لخوا پرله پسې تورونه لګي چې پخپله خاوره کې یې هاغو ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي دي چې افغانستان کې بریدونه کوي.

تیره میاشت د سویلي اسیاء اؤ افغانستان دپاره دخپلې تګلارې بیانولو په وخت دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ګواښ کړی ؤ چې امریکا به نوره پاکستان کې دهاغو طالبانو اؤ نورو ترهګرو ډلو په ځالو غلې پاتې نه شي چې دسیمې اؤ نړۍ امن ته یې ګواښونه پیښ کړي دي.

صدر ټرمپ دا هم ویلي وؤ چې پاکستان دترهګرۍ په ضد جګړه کې امریکا څخه په اربونو ډالرې اخلي خو پخپله خاوره یې هاغو ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي چې امریکا یې په ضد په جګړه بوخته ده.

وزیراعظم عباسي خبریالانو ته وویل چې دصدر ټرمپ ددغه وینا نه وروستو امریکې دپآکستان نه د کومو خاصو عملیاتو غوښتنه نه ده کړې .

هغه وویل مونږ د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د میکانزم کوم فهرست نه دی ترلاسه کړی اؤ زیاته یې کړه چې هیواد به یې لکه دتیر په شان د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

نوموړي وویل چې دامریکې سره دپآکستان اویا کلنو اړیکو ته یوازې دافغانستان تناظر کې کتل نه دي پکار .

امریکا اوسمهال پاکستان ته ورکړی کیدونکی د ۲۵۵ ملیونه ډالرو پوځي امداد افغانستان کې په ترهګرۍ کې دککړو ورانکارو په ضد ګامونو اخستو سره تړلی دی.

خو څیړونکي وایي په داسې حال کې چې چین د خپلې پروژې یوه سیمه یوه لار په اساس پاکستان کې پنځوس بیلینه ډالره سرمایه ګزاري کوي دغه هیواد ته دامریکایي امداد ارزښت دپخوانو وختونو په پرتله کم شوی دی.

پاکستان تیره میاشت دامریکې داقتصادي مرستو ودرؤلو دګواښ په ځواب کې ویلي وؤ چې دامریکا مرستې نه غواړي خو دترهګرۍ په ضد جګړه کې دې دپاکستان لخوا د ورکړل شوؤ قربانو درناوي وشي.

وزیراعظم عباسي وویل که تاسو “میرام شاه ته لاړ شئ نو وبه وینئ چې مونږ هلته څه کړي، پوځ ته زیانونه اوښتي خو دترهګرو ځالې یې تباه کړي دي”

پاکستان دا دعوه هم لري چې دترهګرۍ په ضد دامریکا په مشرۍ روانه جګړه کې د ورګډیدو وروستو ورته د ۱۲۰ بلینو ډالرو زیانونه اوښتي.

دغه هیواد افغانستان سره په لګیدلو خپلو قبائیلي سیمو کې دترهګرو د خوندي ځالو ختمولو دپاره یو شمیر پوځي عملیات ترسره کړي خو واشنګټن اؤ کابل دعوه کوي چې دغه عملیاتو کې یوازې هاغه پاکستاني طالبان په نخښه شوي چې پاکستان دځان دپاره خطر ګڼل.

امریکا اؤ افغانستان تور لګوي چې کومې ترهګرې ډلې په افغانستان اؤ هند حملې کوي دپاکستان لخوا ترسره شوؤ پوځي عملیاتو کې هغوئ ته هیڅ نه دي ویل شوي

خو پاکستان دغه دعوې ردوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG