لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو په شمالي کوريا نوي بندېزونه لګولي دي


د نړیوالې ادارې د امنیتي شورا ۱۵ غړو د ګل يا دوشنبې په شپه د شمالي کوريا په ضد د نوؤ بندېزونو قرارداد منظور کړی دی،
د نړیوالې ادارې د امنیتي شورا ۱۵ غړو د ګل يا دوشنبې په شپه د شمالي کوريا په ضد د نوؤ بندېزونو قرارداد منظور کړی دی،

د ملګرو ملتونو امنيتي شورا د شمالي کوريا په ضد د نورو سختو اقتصادي بندېزونو منظوري ورکړې ده، دا نوي بندېزونه د شمالي کوريا د ستمبر په درېمه نېټه د جوهري تجربو په عبرګون کې لګول شوي دي.

د نړیوالې ادارې د امنیتي شورا ۱۵ غړو د ګل يا دوشنبې په شپه د شمالي کوريا په ضد د نوؤ بندېزونو قرارداد منظور کړی دی، دا قراداد امريکې وړاندې کړی ؤ.

په نوؤ بندېزونو کې د شمالي کوريا د توانايۍ اړخ په نخښه کړی شوی دی، د کوم د نافذېد وروستو به چې شمالي کوريا د نړيوالۍ منډۍ نه د خپل ضرورت د ۳۰ نه تر ۳۵ فيصده پورې تېل نشي راغوښتی.

د نوؤ بندېزونو لاندې به شمالي کوريا د خپل ضرورت د ګېس، ډيزلو او هيوي فيول (تېلو) د ټول درامد يا راغوښتونکي حساب کې د نيم نه محرومه شي، او د قدرتي ګېس او تيلو د نورو قسمونو په راغوښتو به پرې په بشپړ ډول بندېز وي.

د قرارداد وروستو د امنيتي شورا غونډې ته په وېنا کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نېکې هيلې ويلي نوي بندېزونه شمالي کوريا ته د نړيوالې ورورولۍ شریک پېغام دی چې هغو ته په هيڅ صورت د پيانګ يانګ جوهري وسلې د قبلولو نه دي.

هغې ويلي امنيتي شورا شمالي کوريا ته پېغام ورکړی که د خپلو جوهري وسلو پروګرام يې ونه دروؤ نو بيا به دوی په خپله د دې د مخنيوي دپاره رامخکې شي.

هغې زياته کړې د نوؤ بندېزونو سره به د شمالي کوريا د جوهري پروګرام توان نور اغېزمن شي.

په نوي قرارداد کې د شمالي کوريا د کپړې بهر لېږلو باندې بشپړ بندېز لګول شوی دی، کپړه د شمالي کوريادوېم غټ صنعت دی په کوم دبندېز په پايله کې چې به د امريکايي چارواکو ترمخه پیانګ يانګ ته د کال په سر د ۸۰ کروړه ډالرو تاوان اوړي.

په قرارداد کې د شمالي کوريا بهر ملکونو کې د يو لاک نه زيات وګړو خپل ملک په پېسو رالېږلو باندې هم د بندېز لګولو تجويز شامل دی په کوم باندې د عمل کولو په نتيجه کې به د پیانګ يانګ د نور نيم ارب ډالرو نه محرومه شي.

امريکې په شمالي کوريا د نوؤ بندېزونو د قراداد مسوده تېره اوونۍ د امنيتي شورا غړو هېوادونوته لېږلې او ډېر په تادۍ کې منظوره کړی شوې ده.

په تېر وخت کې به د شمالي کوريا په سر قراردادونو باندې د امريکې او چين ترمنځ د میاشتو په موده خبرې اترې کېدې او به پرې رائ ورکول کېدې، خو د شمالي کوريا د جوهري تجربې په بله ورځ د امنيتي شورا په غونډه کې نېکې هيلې ویلي ؤ چې دې ځل له به په تېزۍ سره اقدامات کول وي.

د قرارداد په تادۍ کې د منظورولو په ترڅ کې امريکې د مسودې نه ځينې شقونه ويستي دي، په ويستی شوؤ تجويزونو کې په شمالي کوريا د تېلو په بشپړ ډول بندېز او د شمالي کوريا د مشر کم جونګ ان د ټول جايداد تړل هم ؤ کومې چې په منظور شوي قرارداد کې نه دي شامل کړی شوي.

ځینې تجويزونه د روس او چين د ملاتړ نه ترلاسه کېدو له امله هم ويستی شوي دي، چين او روس د شمالي کوريا د تجربو غندنه کړې او په ضد يې د بندېزونو ملاتړ کړی ؤ، خو دا يې هم ويلي چې د شمالي کوريا کشاله دې د خبرو د لارې هواره کړی شي.

د امنيتي شورا د غونډې نه وړاندې د شمالي کوريا حکومت خبرداری ورکړی ؤ که شورا د پيانګ يانګ په ضد نور بندېزونه ولګول، نو امريکې ته به یې دروند قيمت ورکول د غاړې وي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG