لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پارلیمان کې تعلیمي نصاب نه دکرکې دموادو دویستلو غوښتنه


پارلیمان دپنجاب بوری واله سیمه کښې د وژل شوي میسیحي زده کوونکي شیرون مسیح د وژنې غندنه کړې
پارلیمان دپنجاب بوری واله سیمه کښې د وژل شوي میسیحي زده کوونکي شیرون مسیح د وژنې غندنه کړې

دپاکستان پارلیمان تيره مياشت دپنجاب بوری واله سیمه کښې دطالبعلمانو لخوا د وژل شوي یو میسیحي زده کوونکي شیرون مسیح د وژنې غندنه کړې اؤ اؤ غوښتنه یې کړې ده چې دهیواد تعلیمي نصاب کې دې دمذهبونو ترمینځ دپیوستون مضمون شامل کړی شي.

څیړنګار اؤ دتعلیمي چارو پوهه ډاکټر خادم حسین وایي که حکومت په تعلیمې نصاب کې دوخت د غوښتنو سره سم بدلونونه ونکړل نو ویره ده چې زمونږ طالبعلمان به نور هم په ډیرې چټکتیا سره د تندلاریتوب غیږې ته پریوځي.

د قامي اسمبلۍ غونډه کښې واکمن مسلم ليګ ګوند سره تعلق لرونکي غړي خليل جارج ويلي دي شيرون مسيح ځکه وژل شو چي نوموړي په هاغه ګیلاس کښي اوبه څښلې وې چې مسلمانانو زده کوونکو به پکې اوبه څښلې.

هغه وویل دشیرون میسیح د وژنې پیښه زمونږ دقام د تندروه فکر غمازي کوي اؤ اوس ضرورت ددې خبرې دی چې مونږ باید دمذهبونو په اساس کرکې له مینځه یوسو.

دخليل جارج وينا وه پاکستان کښي اقليتونه د تنهايۍ ښکار شوي دي حالانکې پاکستان د پاره دې اقليتونو هم دومره قربانۍ ورکړي چې څومره مسلمانانو ورکړې وې.

ډيوه ريډيو سره دخبرو په وخت د خليل جارج غوښتنه وکړه جې دپاکستان تعلیمي نصاب کې دې دمذهبونو ترمینځ د یووالي مضمون شامل کړل شي چې داشان په خلکو کې د نورو مذهبونو په هکله زغم پيدا شي.

د پاکستان پيپلز گوند شازيه غړې مري دقامي اسمبلۍ غونډې ته ویلي تعليمي ادارو کښي د زغم دنشتوالې له امله دمردان عبدالولي خان پوهنتون کښې مشال خان وژل شوی و دهاغه پيښې راپدیخوا هم پاکستان کښي تند روه فکر په چټکیتا سره خوریږي خو حکومت پرې ځان غلی کړی دی.

د پاکستان تحريک انصاف دقامي اسمبلۍ غړي اسد عمر وویل چې هېواد کښې حقيقي خطر هغه تندروه فکر دی چي په ټولنه کښي تشدد ته وده ورکوي.

په تعليمي ادارو کښي دداسې تندروه فکر دخوريدو په هکله دتعليمي چارو پوهه ډاکټر خادم حسين وایي که د هېواد تعليمي نصاب اؤ نظام کښې د عصري تقاضو سره سم بدلون رانه وستی شو نو ويره ده چي دغلته نه فارغه کيدونکي محصلین به ددنيا نه لرې اؤ سخت دريځي اړخ ته نور هم په چټکتیا سره مائله شي.

له دې وړاندې د پاکستان سينیټ کښې یو قرارداد هم منظور شوی چې پکې د حکومت نه غوښتنه شوې ده چي جمهوري حقونو اؤ د جمهوريت د اهميت نه طالبعلمان هم باید سکولونو کښي خبر کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG