لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور کې دپاکستان اؤ نړیوال۱۱ ترمینځ لمړی میچ کیږي


چارواکو ویلي چې په لاهور کې یې دکرکټ ددغه میچ په مهال سخت حفاظتي انتظامات کړي دي.
چارواکو ویلي چې په لاهور کې یې دکرکټ ددغه میچ په مهال سخت حفاظتي انتظامات کړي دي.

په پاکستان دنړیوال کرکټ دروازې یو ځل بیا پرانستل شوي اؤ ټاکل شوې ده نن (سه شنبه) دلاهور په قذافي سټیډیم کې دپاکستان د کرکټ دملي لوبډلې اؤ نړیوال ۱۱ لوبډلې ترمینځه د دریو ټي ۲۰ میچونو دلړۍ لمړۍ لوبه کیږي.

دغه میچ ماښام اووه بجې پیل کیږي اؤ دسیمې څخه چارواکو ویلي چې په لاهور کې یې دکرکټ ددغه میچ په مهال سخت حفاظتي انتظامات کړي دي.

دپاکستان لوبډله کې شاملو ۱۶ؤ لوبغاړو څخه به ۱۰ لوبغاړي په لمړي ځل دخپل وطن په میدان کې مقابلې ته کوزیږي.

دازادۍ دجام دپاره دپاکستان دکرکټ ټیم مشر سرفراز احمد اؤ دورلډ ۱۱ کپتان فاف ډوپلیسي دواړه هیله مند دي چې په دغه لوبه کې به غوره کارکردګي ښایي.

سرفراز احمد ویلي هغه به هڅه وکړي چې پخپل مشرتابه کې د بریالیتوبونو لړۍ دوامداره وساتي .

بیګاه د شپې د میلمه ټیم په درناوي کې دمیلمستیا ورکولو نه وروستو میډیا ته نوموړي زیاته کړې ده چې هغه د زړو اؤ نوؤ لوبغاړو ګډه ډله میدان ته ورکوزوي اؤ دمیچ دپاره یې زړه پورې تیاري کړې ده.

فاف ډوپلیسي په دغه موقعه ویلي هغه هیله مند دی چې دپاکستان دکرکټ لوبډلې سره به ښه مقابله وکړي اؤ دکرکټ مینه والو ته به دساعت تیري ښه موقعه په لاس ورکړي.

دازادۍ دجام دریواړه میچونه به دلاهور په قذافي سټیډیم کې کیږي.

په کال ۲۰۰۹م کې لاهور کې د سري لنکا په کرکټ تيم د برید وروستو پاکستان ته د بهر ملکونو کرکټ ټيمونو راتلل بند کړي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG