لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځي امداد کمولو کې دپاکستان او امريکا دواړو تاوان دی، شاهدخاقان عباسي


د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي ويلي، په پاکستان د امريکا بندېز يا پوځي مرستې کمول به د امريکې دپاره هم اغېزمن وي
د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي ويلي، په پاکستان د امريکا بندېز يا پوځي مرستې کمول به د امريکې دپاره هم اغېزمن وي

د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي ويلي د امريکې له طرفه په پاکستان بندېز يا پوځي امداد کې کمی کول به د پاکستان او امريکا دواړو دپاره زيانمن وي، هغه ويلي د پوځي امداد کمولو له سببه به دويې د چين او روس نه په وسلو اخستو مجبور وي.

يوې بهرنۍ خبري اداري سره په مرکه کې وزيراعظم ويلي چې دوی د ترهګرۍ په ضد جنګيږي، کوم چې ګډو هڅو ته اړتيا لري خو د امريکا بندېزونه د ترهګرۍ په ضد جګړه په خطره کې اچولی شي، او د دوی هڅو ته د زيان اړونکي اقدام نه به امریکا هم زیانمنيږي.

د پاکستان وزيراعظم دغه بيان د امریکا د صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا دپاره خپلې تګلارې اعلانولو په غبرګون کې ورکړی دی.

صدر ټرمپ د اګست په مياشت کې د افغانستان په اړه اعلان کړې خپلې پاليسۍ کې په پاکستان سختې نیوکې کړې وې چې د امريکا نه په اربونو ډالره اخلي خو پخپله خاوره یې ترهګر ساتلي دي.

صدرټر مپ ویلي ؤ پاکستان د هاغو ترهګرو مرسته کوي چې امریکا یې په ضد جګړه کوي او امریکا به نوره په دغسې کېدو غلې پاتې نه شي.

شاهدخاقان عباسي له دې وړاندې هم ويلي پاکستان د ترهګرۍ په ضد دی خو هغه به په افغانستان کې روانه جګړه پاکستان ته منتقل کېدو ته نه پرېږدي.

نوموړي زياته کړې ملک يې ترهګرو ته پناه نه ده ورکړې او دويې د افغانستان د جګړې دپاره د پاکستان د خاورې کارېدو اجازه نه ورکوي.

د پاکستان پوځ هم ويلي نړۍ دې د پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د قربانو اعتراف وکړي.

او د امريکا د صدر د اعلان نه وروستو پاکستان ته د امریکې د ځانګړې استازې سفر ځنډول شوی او د پاکستان خارجه وزير هم د امريکې خپل تګ وروستو کړی دی.

د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي ويلي، په پاکستان د امريکا بندېز يا پوځي مرستې کمول به د امريکې دپاره هم اغېزمن وي ځکه چې د دغسې کولو نه به د دواړو ملکونو د تندروۍ په ضد جګړه باندې اثر وي، او د پوځي مرستې کمولو او اېف ـ ۱۶ جنګي الوتکو د خرڅ ځنډولو سره به پاکستان مجبورا چين او روس پله ځي.

د امريکې د استازو ايوان د جولايۍ په میاشت کې پاکستان ته ورکوونکي امداد باندې د سختو شرطونو لګولو بِل منظور کړی ؤ.

په دغه منظور شوي بل کې ويل شوي ؤ چې پاکستان ته به ورکوونکی مالي امداد په دې شرط ورکول کېږي چې د افغان طالبانو په ضد عملیات وکړي او د نېټو لپاره سامانانه وړونکو ګاډو لار محفوظه کړي.

دا خبره هم په دې بل کې شامله وه چې پاکستان ته به د روان کال د اکتوبر د مياشتې نه تر راروان کال ۲۰۱۸م د دسمبر پورې ۴۰ کروړه ډالرو مالي امداد تر هغې نه ورکول کېږي تر څو چې د امريکې د دفاع وزير د دې خبرې پخلی ونکړې پاکستان د حقاني شبکې پر ضد مسلسل پوځي عمليات کوي.

د پاکستان وزيراعظم په خپله تازه مرکه کې ويلي امريکا دې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان قربانۍ او تاوان ومني او په پاکستان کې ۳۵ لاکه افغان کډوالو ته د پناه ورکولو اعتراف دې وکړي.

هغه ويلي په افغانستان کې د بدامنۍ زمه وار پاکستان ګرځول سمه خبره نه ده ځکه چې د افغانستان نه ترهګرو د پاکستان په پوځ او اولس بریدونه کړي او پاکستان اوس افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګولو پرېکړه کړې ده.

افغانستان هم په پاکستان تور لګوي چې د افغان طالبانو حقاني شبکې ته يې په خپله خاوره پناه ورکړې او دغه ډله د پاکستان نه په افغانستان کې ترهګري کوي.

افغانستان او پاکستان دواړه دغه تورونه ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG