لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان: په کور کې د بارودي موادو چاؤدنې يو تن وژلی


چاؤدنه د شمالي وزيرستان د مرکز ميران شاه نه په درې کلوميټره کې لرې پروت ډانډه درپه خېل علاقه کې شوې ده.

د پاکستان په قبايلي سیمه شمالي وزيرستان کې په يو کور کې د پرتو چاؤدېدونکو بارودي موادو د چاؤدنې له امله يو تن وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي.

د شمالي وزيرستان پوليټيکل انتظاميې د چاؤدنې پخلی کړی او ويلي يې دي دغه کور چې چاؤدنه پکې شوې د دغه کور کډوال خلک يوه اوونۍ بيرته کور ته ستانه شوي وو.

چاؤدنه د شمالي وزيرستان د مرکز ميران شاه نه په درې کلوميټره کې لرې پروت ډانډه درپه خېل علاقه کې شوې ده.

د چارواکو په وېنا خلکو کور پاکولو او په دغه وخت کې پرې په کور کې مخکني پراته چاؤدېدونکي مواد چاؤدلي يو تن يې وژلی او څلور نور يې ژوبل کړي دي.

پېښه کې ژوبل کسان د ميران شاه مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.

د انتظامیې چارواکو ويلي نن او سبا د کډوالو بيرته خپلو علاقو ته د ستندېدو عمل ځنډول شوی خو علت يې نه دی ويلی.

په شمالي وزيرستان کې د کال ۲۰۱۴په نيمايۍ کې په سيمه کې د وسله والو په ضد د ضرب عضب په نوم پوځي عمليات پېل شوي او د هغې په نتيجه کې د سيمې نه نزدې يو لاک څلور زره کورنۍ کډه شوې وې.

په مارچ ۲۰۱۵م کې د سيمې د وسله والو نه د پاکولو د ادعا وروستو د کډوالو بيرته علاقې ته ستنېدو عمل پېل شوی چې تراوسه دوام لري او چارواکي ادعا کوي د ۸۰ فيصده پورې کډوال بيرته ستانه شوي دي.

که څه هم په شمالي وزيرستان کې د زړو پرتو بارودي موادو د چاؤدنو پېښې کمې رپورټ شوي خو په جنوبي وزيرستان کې بيا دغه ډول پېښې زياتې رامنځته شوي دي.

د غېرسرکاري شمېرو ترمخه په جنوبي وزيرستان کې د زړو بارودي چاؤدېدونکو موادو او بمونو چاؤدنو کې خواؤشا ۶۹ تنو ته مرګ ژوبله اوختې چې پکې ۱۵ تنه وژل شوي او په مړو کې زيات ماشومان او ښځې شامل دي.

د سيمې خلک وايي د علاقې د وسله والو نه د پاکولو وروستو دې په سيمه کې موجود بارودي مواد هم پاک کړی شي.

XS
SM
MD
LG