لاس رسیدونکی لینک

د خېبرپښتونخوا په جوماتونو کې د سرکاري پېش امام پلان وړاندې شوی


صوبايي وزيرحبیب الرحمان وايي، د صوبې په جوماتونو کې د سرکاري پېش امام لګولو پلان د نېشنل اېکشن پلان يا قامي تګ لارې په رڼا کې وړاندې شوی دی،

د خېبرپښتونخوا د مذهبي امورو او اوقاف صوبايي وزيرحبیب الرحمان وايي، د صوبې په جوماتونو کې د سرکاري پېش امام لګولو پلان د نېشنل اېکشن پلان يا قامي تګ لارې په رڼا کې وړاندې شوی دی، او مقصد يې د ترهګرۍ او تُندروۍ مخه نيول دي.

نوموړي ډيوه ريډيوسره په خبرو کې وویل، يوه اوونۍ وړاندې دغه پرېکړه شوې چې اول دې په ټوله صوبه کې د جوماتونوشمېر معلوم کړی شي د هغې وروستو به په دې باندې نور کار کيږي چې د پېش امام جوړېدو دپاره څه شرطونه يا معيار وټاکلی شي.

د مذهبي چارو کار پوهان وايي دا ښه عمل دی خو که په دې کې د يو خاص فکر لرونکې مذهبي فرقې خلک راوستی شو نو د ګټې په ځای به ډېر تاوان واړوي.

د پېښور پوهنتون شېخ زېداسلامک مرکز پخوانی مشر دوست محمد وايي، دا ښه ګام دی "چې په جومات کې د ملازم په توګه امام کېښنول شي ځکه چې په اسلامي عرب ملکونو کې سرکاري پېش امام وي داسې نه وي چې "هغه دې راپاڅي او د جمعې په خطبه کې چې يې څه زړه غواړي هغه دې اووايي".

هغه وايي که دا کار په اخلاص شي نو " دا په خپله د پېش امام دپاره هم ښه ده او ټولنې دپاره هم خو که حکومت يا يوه پارټي د خپلې خوښې او خپل فکر خلک راولي نو دا به نور فساد خور کړي دا خبرې په خيال کې ساتل پکار دي چې بې طرفه کار وشي".

په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف او جماعت اسلامي ډلې اتحادي حکومت دی. او په دغه حکومت ځينې داسې دينې مدرسو ته د فنډونو ورکولو تور هم دی چې د ترهګرۍ سره د تړاؤ تورونه پرې لګي.

په صوبه کې د مخالفه ګوند جمعيت علمااسلام (ف) د اسمبلۍ ممبر مولانا فضل غفور وايي، د پي ټي ايي حکومت په صوبه کې روانې نورې ترقياتي منصوبې سرته ونه رسولې نو دا به څه وکړي خو د يوې بلې مسلې راپورته کولو دپاره يې دا خبره رامخې ته کړه.

نوموړي وايي، "په ترهګرۍ کې د امام او خطيب څه کار دی کومو خلکو چې دې وسله والو ته تربيتونه ورکړي مرکزونه یې ورله جوړ کړي په مشرقي او مغربي پولو به يې پورې اړول هغويې دې ترې قلار شي هيڅ به هم نه وي".

ښاغلی خبيب الرحمان په خپله وايي، د نړيوال فشار او قامي تګ لارې لاندې دغه ګام پورته کوي ګنې د هغه په وېنا په جوماتونو کې يې امامان ډېر ښه خلک دي ترهګر نه دي، خو ورسره نوموړی دا يو ښه اقدام هم ګڼي چې په اسلامي ملکونو کې د جومات امام او نور خرڅ دولت ورکوي.

خبيب الرحمان وايي داسې څه خبره نشته چې د بلې فرقې يا يو خاص فکر خلک به راوستلی شي.

هغه وويل په صوبه کې د دينې مدرسو دپار ځانله طريقه کار دی او د هغود رجسټرېشن عمل هم جدا دی.

صوبايي وزير وايي دا به د وخت نه وړاندې ویل وي چې سرکاري پېش امام به کوم ډول بيانونه او خطبې ورکوي، هغه وايي دا ډېر اوږد عمل دی وروستو به په دې تفصيلي کار کيږي خو اول دوي په صوبه کې د جوماتونو شمېره راټولوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG