لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ارما توپان  په ډېر زور کې د فلورېډا سره په ټکر شوی


توپان د يکشنبې په سهار د فلورېډا لويديځې ساحلي پټۍ ته رارسېدل پېل شوی او ځان سره يې تېزې سيلۍ او بارانونه راوستي وو.
توپان د يکشنبې په سهار د فلورېډا لويديځې ساحلي پټۍ ته رارسېدل پېل شوی او ځان سره يې تېزې سيلۍ او بارانونه راوستي وو.

سمندري توپان ارما د کېريبين علاقه کې د تباهۍ خورولو وروستو د امريکې فلورېډا رياست د ساحل سره په زورور زور کې په ټکر شوی دی.

توپان د يکشنبې په سهار د فلورېډا لويديځې ساحلي پټۍ ته رارسېدل پېل شوی او ځان سره يې تېزې سيلۍ او بارانونه راوستي وو.

راپورونه وايي د ارما توپان زور اوس لږ کم شوی او درېمې درجې ته راغلی دی خو د توپان رفتار اوس هم د ګنټې په سر ۱۹۵ کلوميټره تېز دی.

د ارما د توپان له سببه فلورېډا کې ۱۶ لاکه خلک د بجلۍ نه محرومه شوي دي.

د امريکې مرستیال صدر ویلي صدر ټرمپ د ارما توپان نه فلورېډا کې په اوختي زیان فکرمند دی او هغه ډېر زر د علاقې سفر کول غواړي.

مرستيال صدر پنس ويلي دويې به د ټولو نه وړاندې هلته ورسي او ځان سره به امداد هم يوسي.

د توپان له سببه د بېلابيلوعلاقو نه نزدې ۷۵ زره تنه خوندي سيمو پله منتقل شوي دي.

فلورېډا کې د بجلۍ ورکونکې ادارې ويلي دوه لاکه کورونو، کاروباري مرکزونو او دفتر ته بجلي بند شوې ده.

د موسمياتو پوهانو له دې وړاندې د يکشنبې په سهار د ارما د فلورېډا ساحلي سيمې سره د ټکر خبر ورکړی ؤ.

له دې وړاندې توپان په کريبين ټاپو کې ۲۴ تنه وژلي او لويې زيان يې اړولی ؤ.

د فلورېډا ګورنر رک اسکاټ توپان ته تباه کن ويلي دي او زياته کړې يې ده له دې وړاندې يې کله داسې توپان نه دی ليدلی.

نوموړي ويره څرګنده کړې ده چې په ریاست کې د طوفان دلاسه مرګ ژوبله هم رامنځته کېدی شي.

په ریاست کې بیړني حالات او امدادي کارکونکي ځای پرځای کړی شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG