لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه : وسله وال بريد کې څلور شيعه هزاره وژل شوي


شيعه هزاره ورورولۍ بېلابیلو ډلو نن د دوشنبې په ورځ د پېښې په ضد د احتجاج او ماتم اعلان کړی دی.
شيعه هزاره ورورولۍ بېلابیلو ډلو نن د دوشنبې په ورځ د پېښې په ضد د احتجاج او ماتم اعلان کړی دی.

د بلوچستان صوبې مرکز کوټي ښار ته نزدې د نامالومو وسله والو په بريد کې دشيعه هزاره ټولنې سره تعلق لرونکي څلور تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

ځايي چارواکو ويلي، پېښه د يکشنبې په ماښام په جلوګير علاقه کې رامنځته شوې ده.

د چارواکو په وېنا د شيعه هزاره ورورولۍ سره تعلق لرونکي کسان د افغانستان نه راغلي او چمن نه کوټې ته په لار وو او په لار کې پرې نامالومو موټر سائيکل سورو په يو پټرول پمپ کې ډزې کړي دي.

د چارواکو په وېنا وسله والو سړي د ګاډي نه کوز کړي ډزې يې پرې کړي چې له امله يې درې تنه په ځای وژل شوي يو د کچه عمر هلک په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی او دوه تنه ژوبل شوي دي، په ډزو کې دوه ښځې بچ پاتې شوي دي.

ژوبل کسان پوځي روغتون ته وړل شوي او سرچينې وايي د ژوبلو حالت مرګونی دی.

د چارواکو په وېنا د پښې پلټنې يې پېل کړي دي، او د بريد زمه واري لا چا نه ده منلې.

د بلوچستان وزيراعلی د پېښې غندنه کړې او پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو يې ویلي دي.

بل لور ته شيعه هزاره ورورولۍ بېلابیلو ډلو نن د دوشنبې په ورځ د پېښې په ضد د احتجاج او ماتم اعلان کړی دی.

په کوټه کې د تېرې اوږدې مودې راهسې د شيعه هزاره ورورولۍ سره تعلق لرونکو کسانو باندې ځانمرګي، بمي او هدفي بريدونه شوي او ډېری پکې وژل شوي دي.

شيعه هزاره ورورولي وايي حکومت ورته په تحفظ ورکولو کې ناکامه راغلی دی، دغه ډول شيعه تنظيمونه دا تور هم لګوي چې په ملک کې د شيعه ورورولۍ په ضد داسې نورې مذهبي ډلې فعاله دي چې لاقانونه هم ګرځول شوي دي.

په شيعه هزاره ورورولۍ له دې وړاندې د ترسره شوؤ زياترو بريدونو زمه واري داعش سره اړوند ډلو قبولې کړي دي.

د بلوچستان صوبايي او مرکزي حکومت ادعا کوي چې د کړکېچ سره مخ صوبه کې يې تر ډېره بدامني قابو کړې خو په صوبه کې وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځته کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG