لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره بله تګلاره جوړه کړې


د ترهګرۍ پرضد د نوې تګلارې ته نيکټا نزدې په ۱۴ مياشتو کې ختمي شکل ورکړی دی.
د ترهګرۍ پرضد د نوې تګلارې ته نيکټا نزدې په ۱۴ مياشتو کې ختمي شکل ورکړی دی.

پاکستان کې د ترهګرۍ د مخنيوي ادارې نېکټا په قامي کچ د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره په وړومبي ځل يوه واضحه تګلاره ټاکلې ده چي پکې دا خبره هم شامله ده د ترهګرۍ د نوغي ويستو دپار به قبايلي سيمو او وړو صوبو ته د برابرۍ حقونه ورکول وي.

نېکټا چې د ترهګري د مخنيوي د پاره دې تګلارې يا پاليسۍ کې کومي مهمې خبرې شاملې کړي دي په هغو کې په تعليمي نظام کې مثبت بدلون،په قبايلي سيمو کې اصلاحات، وړې صوبي د غټو صوبو برابر راوستل،جېلونو کې اصلاحات، پاکستان کې د تند روۍ له کبله د مينځه تلي کلتوري قدرونه اؤ رواجونه بيا راژوندي کول شامل دي.

د ترهګرۍ پرضد د نوې تګلارې ته نيکټا نزدې په ۱۴ مياشتو کې ختمي شکل ورکړی دی. او په دې کې د مذهبي او سياسي مشرانو تر څنګ قانوني ماهرينو سره هم صلاح مشورې شاملې دي.

په حکومتي کچ په وړومبي ځل د تندروۍ تعريف څه په دې ډول شوی دی، چې په خپله عقيده باندي پوخ يقين او خپله عقېده د نورو په نسبت سم ګڼل تندروي ده.

دې تګلارې کې دا خبره هم شامله ده چي قبايلي سيمي، خېبر پختونخوا او بلوچستان صوبه کې خلقو ته د روزګار موقعې کمې دي،او بايد چي دا د غټو صوبو برابر راوستل شي.

څيړنکار بريګيډئير سعيد نذير دا يوه کوټلي او ښه ټګلاره بلي خو ته وايي په پاکستان کې که يو لور ته ډيري ښي پاليسۍ جوړې شوي دي،ولې د عمل نه کېدو له کبله بې نتيجي پای ته ورسېدې.

هغه وايي، د "د بده مرغه په دې هېواد کې اداري کمزوري او افراد تل زورور پاتې شوي دي او ويره لري که دا حکومت ختم شو نو بيا به نوي حکومت وي او نوې به يې پاليسي وي.

د پيښور پوهنتون پخوانی وايس چانسلر ډاکټر قبله اياز وايي اصل خبره د رياست د بيانيې ده اوتر څوچې يوه نوې بيانيه مخې ته نه وي راغلي چې پکې قامي ګټو ته وړومبیتوب وړکری شوی وي نو تر هغې دا ټولي ښي خبري به په صحرا کې چغې ثابتي شي.

پاکستان کې په کال ٢٠١٤ کې هم د ترهګرۍ د خاتمې دپاره د پاره يوه قامي تګلاره يا نېشنل ايکشن پلان جوړ شوی ؤ خو اوس حکومت په خپله مني چې په هغې بشپړ عمل نه دی شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG