لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ: سمندر ته سېل له تلي د يوې کورنۍ ۱۲تنه ډوب شوي


د کراچۍ په سمندر کې وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځت کيږي او خلک په سمندر کې ډوبيږي.

په کراچۍ کې د هاکس بی ساحل ته سېل له تلي د ښار ديوې کورنۍ ۱۲ تنه په اوبو کې ډوب شوي دي، په مړه شوؤ تنانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د خېرښېګړې خېراتي اداري ايدهي فاؤنډېشن ویلي، د ټولو ډوب شوؤ کسانو مړي يې راويستي دي.

د دغه کورنۍ چې ۱۲ تنه يې ډوب شوي د ښار د ناظم اباد علاقې سره يې تعلق دی.

د پېښې عېني شاهدينو ويلي، دغو کسانو يو بل د سمندر د چپو نه بچ کول او هم په دغسې کولو کې بيا ټول ډوب شوي دي.

د ډوب شوؤ کسانو خپلوانو تور لګوی چې په دغه وخت نه خو سمندر ته د تلو نه منع کوونکي حکومتي مامورين موجود وو او نه بيا د هغو د بچ کولو دپاره لامبوزن وو.

د ايدهي رضا کارو ويلي په دې ورځو کې د سمندر د چپو زور هسې هم سېوا وي.

د پېښې رامنځته کېدو وروستو د سمندر غاړې ته په تلو ۱۴۴ دفعه لګول شوې او څوک نه پرېښودل کیږي.

د کراچۍ په سمندر کې وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځت کيږي او خلک په سمندر کې ډوبيږي.

درې کاله وړاندې د اختر په موقع ۳۶ تنه د سمندر چپې ځان سره وړي او ډوب کړي وو.

XS
SM
MD
LG