لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نورستان:دافغان ځواکونو بمبارۍ کې ۵۵ طالبان وژل شوي


افغان ځواکونو په دې وروستیو کې دطالبانو په ضد عملیات چټک کړي دي
افغان ځواکونو په دې وروستیو کې دطالبانو په ضد عملیات چټک کړي دي

افغان چارواکي وایي پاکستان سره په پوله پروت دافغانستان په نورستان ولایت کې په یاغي طالبانو دهوایي ځواکونو بمبارۍ کې لږ تر لږه ۵۵ جنګیالي وژل شوي.

نورستان دافغانستان هاغه ولایت دی چې څیړونکي دعوې کوي دپاکستاني طالبان مشر مولوي فضل الله اؤ دهغه جنګیالي پکې پټ دي.

د نورستان امنیته قوماندان محي الدین سروري خبریالانو ته ویلي چې تیره تیره ورځ دافغانستان پوځ دنورستان په برګمټال ولسوالۍ کې دطالبانو په ځالو هوایي بریدونه کړي اؤ هغوئ ته یې درانه زیاتونه اړولي دي.

دغه پوځي مشر دعوه کړې چې په سیمه کې تر ۳۰۰ؤ زیات طالبان میشته وؤ اؤ په بریدونو کې دهغوئ ۵۵ جنګیالي وژل شوي دي.

په دې وروستیو کې دطالبانو اؤ داعش د جنګیالي په ضد افغان اؤ ائتلافي ځواکونو خپل عملیات چټک کړي اؤ افغان چارواکي دعوه کوي چې طالبانو اؤ نورو تندروه ډلو ته یې نه یوازې د سرونو زیانونه اړولي بلکې دهغوئ یو شمیر مرکزونه یې هم له مینځه وړي دي.

افغان چارواکي تورلګوي چې په افغانستان کې حکومت سره په جګړه بوحتو طالبانو ته دپاکستان داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي ملاتړ ترلاسه دی اؤ طالبان دهغوئ په لمسه افغانستان کې بریدونه کوي.

خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان کې د سولې طرفدار دی.

دافغانستان ترڅنګ نړیوالې ټولڼې اؤ په ځانګړي ډول امریکا هم په پاکستان فشارونه سیوا کړي چې دترهګرو د ملاتړ نه لاس واخلي اؤ پخپله خاوره د موجودو ترهګرو په ضد ګامونه واخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG