لاس رسیدونکی لینک

سردریاب پل غورځیدلی، یوتن مړ،دوه ژوبل


سردریاب پل

دپیښور اؤ چارسدې ترمینځ په سردریاب جوړ لرغونی پل غورځیدلی چې له امله یې یو تن مړ شوی اؤ درې نور ژوبل شوي دي.
دغه پل چې چارسده اؤ پيښور خپلو کې پیوست کوي په کال ۱۹۳۹ کې جوړ کړی شوی ؤ چې په موجوده وخت کې زیات وروست شوی ؤ.
دخالي په ورځ دغه پل هاغه مهال وغورځیدو کله چې د سیمټو د بوجو یو ډکه ټریله په دغه پل تیریده.
د پل غورځیدو سره دغه ټریله هم سیند ته غورځیدلې ده چې پکې ناست یو تن مړ شوی اؤ درې نور ژوبل شوي دي.
دپل غورځیدو نه وروستو تر څو خلکو ته دچارسدې اؤ‌ پیښور ترمینځ سفر کولو کې ستونزې پیښې دي خو ددغه پل سره غبرګ دوهم پل باندې دواړو لوریو ټریفک ورمات کړل شوی چې دټرافیک لړۍ ورسره روانه پاتې ده.
په پاکستان اؤ په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا کې زیاتره پلونه د انګریزانو د دور جوړ دی چې دخپل استعمال موده یې پوره کړې ده اؤ اوس له کاره لوئیدلي خو بیا هم په دغه پلونو ګاډي تګ راتګ کوي..
په جولایي کال ۲۰۱۵م کې هم دپنجاب ایالت ګوجرانواله سیمه کې یو اور ګاډي باندې پل مات شوی ؤ چې ورسره دغه اور ګاډی نهر ته پریوتی ؤ اؤ تر۱۵ؤ زیات پوځیان پکې وژل شوي وؤ

XS
SM
MD
LG