لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان وایي پاکستان یې دنړۍ دفشارونو لاندې راوستی


Arg
Arg

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د دغه هیواد د بریالي بهرني سیاست له امله هغه هیوادونه چې د پاکستان ملاتړې وو، هم له دغه هیوادڅخه غواړي چې د تروریستي ډلو له ملاتړ دې لاس واخلي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل چې اوس د بل هر وخت څخه زیات پر پاکستان نړیوال فشارونه زیات شوي چې په دغه هیواد کې د میشتو ترور یستي ډلو له ملاتړ لاس واخلي او پر وړاندې یې اقدام وکړي.

"مونږ په دې باور یو چې پخپله باندې د امریکا د حکومت ستراتیژي، بیا د دې ستراتیژۍ هغه اړخ چې د پاکستان په اړه باندې اعلان شوی او پاکستان د تروریستانو د یو ملاتړې په توګه باندې په ګوته شوی، همدارنګه د بریکس د غړو هیوادونو دریځ په ځانګړې توګه هغه هیوادونه چې د پاکستان سره ډیرې نیږدې اړیکې لري، هغوی په ښکاره باندې پاکستان تروریستانو ته د ملاتړد برابرولو په هیوادونو کې راوستی دی، دا فشارونه بالاخره پاکستان دې ته مجبوره کوي، چې د هغو تروریستي ډلو پرخلاف چې سیمه او نړۍ ګواښي باید اقدام وکړي".

هغه وویل دغه ګواښونه ډیر جدي دي او د نړۍ دریځ هم د پاکستان په اړه باندې ډیر جدي دی، چې دا د ښاغلي مینه پال پر وینا نړۍ د تروریزم سره د یوې پریکنده او غوڅي مبارزې ترسره کولو ته رسوي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د سفیرانو د درې ورځني کنفرانس وروسته په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې دا هیواد به په افغانستان کې د تروریزم سره په جګړه کې د امریکا متحده ایالاتو سره د مرستې لپاره ژمن پاتې شي.

ښاغلي اصف وویل " مونږ غواړو چې د امریکا متحده ایالاتو سره ژمن پاتې شو، په دې برخه کې هيڅ ډول شک نشته دی. خو دا ډول اړیکې به د پاکستان د ګټو پر اساس مخکې لاړې شي. مونږ د دواړخیز درناوي پر اساس اړیکې غواړو".

ښاغلي اصف، په پاکستان کې هغو تروریستي ډلو د پناه په اړه تورونه چې په افغانستان کې مرګاني بریدونه ترسره کوي په کلکه رد کړل او ویې ویل چې پخپله د دغه هیواد د امنیتي منسوبینو په ګډون په زرګونو پاکستانیان د تروریزم سره په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې بله اونۍ به په نیویارک کې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر صلاح الدین رباني سره وګوري او په ټولو مسلو به ورسره وغږیږي.

هغه وویل چې د دغې کتنې وړاندې یې ښاغلي رباني سره په ټیلیفون هم خبرې کړي دي.

خو خواجه اصف د صلاح الدین رباني سره د خپلو خبرو جزئیات څرګند نه کړل، دومره یې وویل چې په ټولو مسلو ورسره غږیدلی دی.

هغه په نیویارک کې یې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په ښه فضا کې غونډې د ترسره کیدو هیله هم وښوده.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د دغو څرګندونو وړاندې، د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه، هم د چهارشنبې په ورځ یوې غونډې ته په وینا کې ادعا کړې چې پاکستان د خپل توان په اندازه له افغانستان ملاتړ کړی، خو ویلي دي چې هیواد یې نه شي کولی چې د افغانستان جنګ د خپل هیواد په قلمرو کې وکړي.

د پاکستان د پوځ مشر دا هم ویلي چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د خپلې ماتې پړه په پاکستان نه اچوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال مینه پال، د جنرال باجوه دغو څرګندونو په ځواب کې امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې اوس د پاکستان ډیر نیږدې ملګري هیوادونه هم په دغه هیواد کې د تروریستي ډلو شتون ته ګوته نیسي.

هغه وویل، چین خو په افغانستان کې په جګړه کې ښکیل نه و، خو اوس دا هیواد هم په پاکستان کې د تروریستي ډلو شتون ته ګوته نیسي.

ښاغلي مینه پال وویل" چین خو دلته نه دی مات شوی، روسیه خو دلته نه ده ماته شوې، هغوی خو د ناټو په چوکاټ کې دلته نه وو راغلي، کله چې هغه وايي پاکستان د تروریستانو ملاتړ کوي په دې معنی چې پاکستان د تروریستي ډلو ترشا ولاړ دی".

ښاغلي مینه پال د پاکستان سره د سیاسي مسلو په سر د خبرو لپاره د افغانستان د جمهور رئیس غني د چمتوالي په باب وویل چې د ملي یووالي حکومت د جوړیدو په لومړیو ورځو کې هم افغانستان، اسلام اباد ته د سولې لاس اوږد کړی و.

ښاغلي مینه پال وویل " مونږ د ملي وحدت د حکومت په لومړیو ورځو کې هم پاکستان ته د سولې لاس اوږد کړاو هغه یو چانس وو پاکستان له لاسه ورکړ، ولی وروستیو نړیوالو فشارونو ته او د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې نړیواله اجماع دا ټول د دې سبب شوي دي چې د افغانستان حکومت یوځل بیا پاکستان ته د هغو مسایلو په اړه چې پخپله پاکستان اندیښنه لري دعوت ورکړي چې دا مسایل د خبرو د میز سرته راولي او هغوی باندې په اساسي توګه بحث وشي".

ښاغلي مینه پال وویل، پاکستان سره په خبرو کې د ډیورنډ کرښې په سر خبرې شاملې نه دي او دا ځکه چې د مینه پال په وینا دا مسله د دواړو هیوادونو د ولسونو مسله ده او حکومتونه یې په اړه پریکړه نه شي کولی.

(دامریکا غږ اشنا په مننه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG