لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي ځان دپاره نوی اؤ سم اړخ غوره کوي


هغه وویل “مونږ ته په شدت سره احساس دی چې دنیا زمونږ قربانیو ته په بل نظر ګوري خو مونږ ته به دنړۍ دغه نظر بدلول وي”
هغه وویل “مونږ ته په شدت سره احساس دی چې دنیا زمونږ قربانیو ته په بل نظر ګوري خو مونږ ته به دنړۍ دغه نظر بدلول وي”

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیرخواجه اصف ویلي سیمه کې دنوي وضعیت له امله نوي جغرافیايي بدلونونه رامینځته کیږي ، نوي ائتلافونه جوړیږي ځکه نو مونږ ته به هم ځان دپاره یو نوی اؤ سم اړخ ټاکل وي.

دپنجشنبې په ورځ اسلام اباد کې د پاکستاني سفیرانو د درې ورځني کانفرنس په پایي ته رسیدو میډیا سره خبرو کې خواجه اصف ویلي چې په نړۍ کې یو هیواد هم دترهګرۍ په ضد روانه جګړه نه ګټي خو دپاکستان بقاء په داؤ لګیدلې ځکه نو دغه جګړه هیڅوک هم زمونږ نه په ښه ډول نه شي کولی.

هغه وویل “مونږ ته په شدت سره احساس دی چې دنیا زمونږ قربانیو ته په بل نظر ګوري خو مونږ ته به دنړۍ دغه نظر بدلول وي”

دبهرنیو چارو د وزیر وینا وه چې دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا دپاکستان اؤ‌افغانستان دپاره دتګلارې اعلانیدلو وروسته دپاکستان دبهرنۍ تګلارې ټاکنه ډیره ضروري شوې وه اؤ دسفیرانو په شوي کانفرنس کې د امریکا د نوي پالیسۍ جاج اخستل شوی دی.

هغه وویل دغه کانفرنس کې دملګرو ملتونو په کردار دخبرو ترڅنګ د ملګرو اؤ ګاونډي هیوادونو په ځانګړي ډول افغانستان سره په اړیکو هم بشپړ خبرې شوي اؤ پاکستان دځان دپاره یوه غوره لار ټاکلې ده.

پلازه مینه اسلام اباد کې دپاکستاني سفیرانو دغه درې ورځنی کانفرنس وروستو له هغې جوړ کړی شوی ؤ د امریکا اؤ نړیوالې ټولنې لخوا دپاکستان په خاوره د ترهګرو د موجودو ځالو په ضد دکوټلو ګامونو اخستو دپاره په دې وروستیو کې په پاکستان فشارونه سیوا شول.

امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ تیره میاشت دافغانستان اؤ سویلي اسیاء دپاره دخپلې تګلارې اعلانولو په وخت ویلي وؤ چې پاکستان د امریکا نه دترهګرۍ په ضد جګړه کې په اربونو ډالر اخلي خو پخپله خاوره یې هاغو ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي چې امریکا یې په ضد په جګړه بوخته ده.

دامریکا صدر دا ګواښ هم کړی دی چې امریکا به نوره پاکستان کې دترهګرو په خوندي ځالو غلې پاتې نه شي.

پاکستان پخپله خاوره د ترهګرو د خوندي ځالو د موجودیت څخه انکار کوي خو افغان حکومت وایي چې پاکستاني چارواکو ته یې پاکستان کې د پټو ترهګرو نومونو اؤ درکونه هم ورکړي دي.

روانه اوونۍ په چین کې د پینځوؤ هیوادونو بریکس په ترسره شوې سرمشریزه غونډه کې هم دپاکستان په خاوره د ترهګرو په شتون اندیښنې ښودل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG