لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هند کې ښځينه خبرياله وژل شوې


پوليس ویلي د پېښې پلټنې کوي خو د وژنې علت لا نه دی معلوم شوی.
پوليس ویلي د پېښې پلټنې کوي خو د وژنې علت لا نه دی معلوم شوی.

د هند په سویلي ښار بنګلور کې نامالومو وسله والو يوه ښځينه خبرياله وژلې ده. د بنګلور د پوليس کمشنر ټي سنېل کمار ويلي،د خبریالې ګوري لنکېش مړی د نهې يا سه شنبې په ورځ د هغې د کور نه بهر ترلاسه شوی دی.

پوليس کمشنر روئټرز ته ویلي، د خبريالې ګاونډيان د ډزو په اوازونو بهر راوتلي خو هغوي لنکېش په وينو کې خړوب د کور نه بهر ترلاسه کړې ده.

ګوري لنکېشن په کرناټک رياست کې په ځايي ژبه کې خپرېدونکې اوونيزې مجلې مديره وه او د يوې تکړه خبريالې په توګه پېژندل کېده.

کيڼ اړخه نظر لرونکې ۵۵ کلنه لنکېش د هندو انتهاپسندو سخته ناقده يا په هغو به یې نيوکې کولې، او د هغې نزدې ملګري په دې خيال دي چې هغه د خپلو نظرياتو په سر وژل شوې ده.

پوليس ویلي د پېښې پلټنې کوي خو د وژنې علت لا نه دی معلوم شوی.

د کرناټک وزیراعلی سدهارمايا د ښځينه خبريالې وژنه د جمهوريت وژنه بللې او د پېښې د پلټنې دپاره يې د پوليس درې ټيمونه جوړ کړي دي.

د ښځينې خبريالې وژنه سياستمدارو، خبريالانو او مدني ټولنې غندلې او دې ته يې د هند په ټولنه کې بې زغمي ويلې ده.

په هند کې په وروستيو څو کلونو کې روښان فکره او کيڼ اړخه فکر لرونکي ځينې پوهان او ليکوال هم وژل شوي چا چې به د هندو قام پرستو ډلو په نظرياتو نيوکې کولې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG