لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواجه اصف هم وايي، په ملک کې به د ترهګرو ډلو په ضد ګامونه اخستل وي


خواجه اصف د برېکس د غونډې د اعلاميې په غبرګون کې دغه خبرې د يو شخصي ټيلي ويژن (جيو) په پروګرام کې کړي دي.
خواجه اصف د برېکس د غونډې د اعلاميې په غبرګون کې دغه خبرې د يو شخصي ټيلي ويژن (جيو) په پروګرام کې کړي دي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزير خواجه اصف منلې چې مونږ (پاکستان) له به په ملک کې د جېش محمداو لشکرطيبه په رنګ ډلو باندې په کور دننه داسې قدغنونه لګول وي چې نړۍ ته يې وښايو.

خواجه اصف د برېکس د غونډې د اعلاميې په غبرګون کې دغه خبرې د يو شخصي ټيلي ويژن (جيو) په پروګرام کې کړي دي.

برېکس په خپله اعلاميه کې طالبان، داعش، القاعده او دې سره اړونده نورې وسله والې ډلې چې د ختيځ ترکمانستان اسلامي تحريک، د ازبکستان اسلامي تحريک، حقاني نېټ ورک، لشکر طيبه، جېش محمد، تحریک طالبان پاکستان او حزب التحریر پکې شامل دي، دا وسله والې ډلې يې د سيمې دپاره خطره ګرځولي دي.

په دغو ډلو کې لشکرطيبه او جېش محمد په پاکستان کې شتون لري او پاکستان د لاقانانو ګرځول شوؤ ډلو په فهرست کې شاملې کړي دي.

افغانستان او امريکا هم په پاکستان تور لګوي چې حقاني شبکې ته يې پناه ورکړې او د پاکستان د خاورې نه په افغانستان کې ترهګر بريدونه کوي خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.

په برېکس کې روس، هند، چين، برازيل او جنوبي افريقه شامل دي.

پاکستان چين تر ټولو زيات خپل نزدې ملګری ګڼي، چې د نړۍ تر ټولو نه زياتې باوري او نزدې اړيکې يې د چين سره دي. او له دې وړاندې چين هم د پاکستان د دريځ ملاتړ کړی دی.

خواجه اصف وايي، په تېر میاشت دوه کې چې حالات څنګه جوړ شوي دي په هغې کې مونږ له خپل دوستان هم په ازمېښت کې اچول نه دي پکار،

هغه وويل "مونږ له هم په جېش محمد او لشکرطيبه په خلکو باندې قدغن لګول پکار دي چې مونږ يې دنيا ته وښايو".

په لشکرطيبه او جېش محمد ډلو باندې هند تور لګوي چې په هند کې په ترهګرۍ کې ککړې پاتې شوي دي.

ښاغلی اصف وايي، "ايا مونږ (پاکستان) په تېر درې کاله کې په نېشنل اېکشن پلان يا قامي تګ لاره باندې څومره عمل کړی دی، پوځي عمليات وشو خو د هغې سره نورې شاملې خبرې مونږ څومره عملي کړي چې نړۍ ته يې وښايو".

د برېکس غونډه په داسې حال کې شوې چې تېره مياشت د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا په اړه اعلان کړې خپلې پاليسۍ کې په پاکستان سختې نیوکې کړي چې د امريکا نه په اربونو ډالره اخلي خو پخپله خاوره یې ترهګر ساتلي دي.

صدرټرمپ ویلي پاکستان د هاغو ترهګرو مرسته کوي چې امریکا یې په ضد جګړه کوي او امریکا به نوره په دغسې کېدو غلې پاتې نه شي.

خواجه اصف ويلي "ټوله نړۍ پاکستان ته ګوته نيسي مونږ له به په کور دننه اقدامات کول وي"، هغه زياته کړه "څو پورې چې به مونږ په دغو ډلو سترګې پټوؤ په مونږ به دغه ډول فشار راځي".

د پاکستان د بهرنو چارو وزير وايي "مونږ له به د تېر وخت سره اړيکې قطع کول وي په ۱۹۷۹ کې چې مونږ فېصله کړې وه د امريکې د جنګ، بياد ۱۱/۹ نه وروستو مونږ يوه فېصله وکړه او د تېرو ۱۵ کالو راهسې چې زمونږ جنګ نه دې پکې ښکېل يُو".

هغه وويل مونږ له به د تېرو ۴۰ کالو راهسې په خپلو اوږو راچولی بوج کوزول کوي کنه راتلونکي نسل ته به څه ځواب وايو.

خو بل لور ته د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر د برکس سرمشریزې غونډې اعلامیه په سختۍ سره رد کړې او ويلي يې دي پاکستان کې د ترهګرو هیڅ خوندي ځاله نشته.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG