لاس رسیدونکی لینک

خواجه اصف:افغانستان کې امن دطاقت دلارې نه شي ټینګیدی


هغه وویل پاکستان یو امن خوښی هیواد دی اؤ ګاونډیو هیوادونو سره د برابرۍ په بنیاد غوره اړیکې غواړي.

دافغان طالبانو په ملاتړ دتورن هیواد پاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ویلي چې افغانستان کې امن پخپله دپاکستان په ګټه دی خو پاکستان دریځ لري چې دغلته امن دپوځي طاقت دلارې نه شي پځایې کیدلی.

اسلام اباد کې د پاکستاني سفیرانو درې ورځني کانفرنس ته خپله وینا کې دبهرنیو چارو وزیر وویل دافغانستان شخړه یوازې دخبرو دلارې هواریدلی شي اؤ اوس چې افغان اولسمشر اشرف غني هم د مذاکراتو خبره کوي نو دا دپاکستان ددریځ ملاتړ دی.

هغه وویل پاکستان یو امن خوښی هیواد دی اؤ ګاونډیو هیوادونو سره د برابرۍ په بنیاد غوره اړیکې غواړي.

خو دخارجه وزیر ددغه دعوې برعکس دامهال د چین پرته پاکستان دخپلو ټولو ګاونډي هیوادونو سره تاؤژنې اړیکې لري .

دافغانستان حکومت په پاکستان تور لګوي چې په افغانستان یې نااعلانه جنګ مسلط کړی اؤ دغلته د طالبانو اؤ حقاني شبکې په جنګیالو ترهګرۍ اؤ بدامنۍ ته دوام ورکوي.

دا مهال په پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې د پاکستاني سفیرانو درې ورځنۍ غونډه دوام لري چې پکې د امریکایي صدر ډانلډ پرمپ لخوا سویلي اسیاء اؤ افغانستان دپاره د اعلان کړی شوې تګلارې نه راپدیخوا د پیدا شوي وضعیت څیړنه کیږي.

امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ ویلي وؤ چې پاکستان د امریکا نه دترهګرۍ په ضد جګړه کې په اربونو ډالر اخلي خو پخپله خاوره یې هاغو ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي چې امریکا یې په ضد په جګړه بوخته ده.

دامریکا صدر دا ګواښ هم کړی دی چې امریکا به نوره پاکستان کې دترهګرو په خوندي ځالو غلې پاتې نه شي.

پاکستان پخپله خاوره د ترهګرو د خوندي ځالو د موجودیت څخه انکار کوي خو افغان حکومت وایي چې پاکستاني چارواکو ته یې پاکستان کې د پټو ترهګرو نومونو اؤ درکونه هم ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG