لاس رسیدونکی لینک

پاکستان:دافغانستان۴۰فیصده خاوره باندې ترهګر ځالې لري


دپاکستان ددفاع وزیر خرم دستګیر د برکس سرمشریزې غونډې اعلامیه په سختۍ سره رد کړې

دپاکستان ددفاع وزیر خرم دستګیر د برکس سرمشریزې غونډې اعلامیه په سختۍ سره رد کړې اؤ وایي پاکستان کې د ترهګرو هیڅ خوندي ځاله نشته.

د بریکس په نوم د نړۍ د پنځو هیوادونو(روسیه، چین، هند، جنوبي افریقا او برازیل ) ټولنې د دوشنبې په ورځ د خپلې غونډې په پای کې پاکستان کې د تروریستي ډلو په فعالیتونو اندیښنه ښودلې وه اؤ ځانګړي ډ،ل د لښکرطیبه اؤ جیش محمد فعالیتونه یې غندلي وؤ.

د سه شنبې په ورځ اسلام اباد کې میډیا سره خبرو کې ددفاع وزیر ویلي پاکستان له وړاندې څخه په ډاګه کړې چې په خاوره یې د ترهګرو هیڅ خوندي ځالې نشته خو ددې په پرتله دافغانستان په ۴۰ فیصده خاوره ترهګر خپلې خوندي ځالې لري.

هغه وویل دا مهال د افغانستن په ۴۰۷ کې یوازې په ۶۰ ؤ ضلعو افغان حکومت کنټرول لري، ځکه نو څوک نو هرڅوک پوهیږي چې دترهګرو خوندي ځالې افغانستان کې دي.

خو افغان حکومت بیا دریځ لري چې هیواد ته یې ترهګر دپاکستان استخباراتي ډله ایي ایس ایي ورلیږي اؤ دغلته یې پرې جنګونو اؤ ګډوډۍ ته دوام ورکړی دی.

ددفاع وزیر په ډاګه کړه چې پاکستان ته د بهر نه دهیڅ رقم تیري خطر نه دی پیښ ځکه چې دهیواد زمکنیو، هوایي اؤ سمندري بریدو کلکه څارنه کیږي.

له وړاندې افغانستان اؤ سویلي اسیاء دپاره د تګلارې اعلانولو په مهال دامریکا صدر ډانلډ ویلي وؤ چې امریکا به نوره د پاکستان خاوره کې دترهګرو په خوندي ځالو غلې نه پاتې کیږي.

په عین حال کې دقامي اسمبلۍ ددفاع قائمه کمیټۍ غونډې ته خپله وینا کې ددفاع وزیر ویلي د امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ له بیان څخه وروستو په پاکستان کې د خطرو عبث واویلا روانه ده .

نوموړي زیاته کړه چې دپاکستان درېواړه پوځونه دخپلې خاورې دحفاظت دپاره چمتو دي اؤ پآکستان بیخي په خوندي لاسونو کې دی.

هغه وویل اولس دې په غیر ضروري توګه ویره نه کوي ځکه چې هیواد ته هیڅ قسمه ګواښ نشته

ددفاع د وزیر وینا وه چې نړیوالې ټولنې ضرب عضب اؤ ردالفساد عملیاتو کې دپاکستان لاسته راوړنې نه دي منلي خو پاکستان دومره ستر اؤ کامیاب عملیات کړي چې امریکا به په عراق اؤ افغانستان کې هم نه وي کړي.

هغه وویل پاکستان اؤ امریکا خپلې،خپلې ګټې لري خو دترهګرې ډلې داعش په هکله دواړه هیوادونه یوه خوله دي،

هغه وویل درې ورځې وروستو دپاکستان خارجه وزیر د څلورو مهمو هیوادونو چین، روس، ترکیې اؤ ایران په سفر روان دی اؤ له دغو سفرونو وروسته به امریکا ته ځي.

څیړونکي وایي د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول دامریکا لخوا په دې وروستیو کې په پاکستان دترهګرو ډلو په ضد دګامونو اخستو دپاره دفشار راوړل کیدو نه وروستو پاکستان هڅه کوي چې چین ، روس، ایران اؤ ترکیې ته ځان نزدې کړي اؤ په سیمه کې یوه نوې ملاتړې ډله پیدا کړي

XS
SM
MD
LG