لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي کوريا مشر جنګ غواړي، امريکا


هغې خبرداری ورکړی چې امريکا به په هر قيمت خپله، د خپلې خاورې او اتحادیانو دفاع کوي.
هغې خبرداری ورکړی چې امريکا به په هر قيمت خپله، د خپلې خاورې او اتحادیانو دفاع کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکې سفيري نکې هېلي ويلي د شمالي کوريا مشر کم جونګ اُن په زوره جنګ غواړي، خو هغې خبرداری ورکړی د شمالي کوريا مشرته دې معلومه وي چې د امريکې د صبر کاسه راډکه شوې ده.

د دوشنبې په شپه د ملګرو ملتونو امنيتي شورا غونډې ته په وېنا کې نکې هېلې وويل، د کم جونګ ان د پرله پسې ميزايلو کارول او جوهري بريدونو دړکې څرګندونه کوي چې هغه په هر ډول جنګ پېل کول غواړي.

هغې وويل امريکا نه وړاندې کله د جګړې خواهش لرلی اونه اوس غواړي، خو دهغې په وېنا دغه ډول رويه به په راتلونکې کې ونه زغمل شي.

هغې خبرداری ورکړی چې امريکا به په هر قيمت خپله، د خپلې خاورې او اتحادیانو دفاع کوي.

د امنيتي شورا دا غونډه د يکشنبې په ورځ د شمالي کوريا د جوهري ازماينې وروستو راغوښتی شوې وه.

د يکشنبې د ورځې جوهري تجربه د کال ۲۰۰۶م وروستو د شمالي کوريا دا شپږمه جوهري تجربه وه، پيانک يانګ ادعا کړې د یک شنبې په ورځ يې د هائډروجن بم ازموينه کړې کوم چې د بېلسټک ميزایل د لارې داغل کېدی شي.

د امنيتي شورا غونډې ته په وېنا کې د امریکې سفيرې وويل چې د حالاتو تقاضه ده چې ټولې ممکنه سفارتي لارې دې وکارول شي او امنيتي شورا دې زر سخت اقدامات وکړي چې د بحران زر تر زره خاتمه وشي.

هغې ويلي په شمالي کوريا د لګېدلو بندېزونو نورو سختولو په اړوند يو قرارداد شورا ته ليږي او هيله ده چې په دې رايې شماري راتلونکې اوونۍ کې پېل شي.

د امریکې د طرفه د قرارداد د منظورۍ دپاره وړانديز چې يوه اوونۍ وخت دې ورته ورکړی شي د تېر په مقابله کې کم وخت دی.

په تېر وخت کې شمالي کوريا باندې د بنديزونو لګولو په اړوند قراردادونو باندې د امنيتي شورا غړو د يوې نه تر درېو مياشتو پورې خبرې اترې کړي دي.

په دغو خبرو اترو کې به زیات وخت د امريکې او چين ترمنځ د موافقه کېدو او اختلافاتو لرې کولو باندې لګېدو.

چين د شمالي کوريا نزدې ګاونډي او يواځينی علاقايي اتحادي دی شمالي کوريا سره یې نزدې تجارتي اړيکې دي، خو بيجنګ هم د شمالي کوريا د تازه ازماينو غندنه کړې ده.

د چين سفير ليوجي يي خپله وېنا کې د شمالي کوريا غندنه او په سمدستي ډول د هغې د ودرولو غوښتنه کړې، ولې د چين پخوانی دريځ يې تکرار کړی چې د بحران کوم پوځ حل نشته او نه به چين په سيمه کې چاته د جګړې يا حالاتو خرابولو اجازه ورکړي.

د امنيتي شورا په غونډه کې د امریکې دوه اتحاديانو جاپان او جنوبي کوریا ترڅنګ نورو څو غړو هم د شمالي کوريا په ضد د سختو بندېزونو غوښتنه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG