لاس رسیدونکی لینک

ملاله وايي تل يې د روهنګيا سره د ناروا سلوک غندنه کړې


د اګست د ٢٥ مې نیټې څخه را پدیخوا ٧٣٠٠٠ روهینګیا مسلمانان میانمار یا د پخوانۍ برما نه په وتلو مجبور شوي دي.

د جينکو د تعلیم مبارزې نوبېل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ ويلي، "د تېرو څو کلونو راهسې يې پرله پسې د روهنګيانو مسلمانانو سره د کېدونکي شرمناک سلوک غندنه کړې ده".

ملالې په ټويټر خپل پېغام کې ویلي، "هر وخت په خبرونو کې وينم چې په ميانمار کې د روهنګيا په مسلمانانو ظلم کيږي زړه مې درديږي"

هغه ويلي، "تشدد دې ودرول شي، نن مونږ عکسونه ګورو چې د میانمار ځواکونه ماشومان وژني، ماشومانو په چا حمله نه کوي، ولې بيا هم د دويې کورونه سوځول کيږي".

ملالې زياته کړې، "که د دوي کور ميانمار نه وي نو د دوي نسلونه بيا چرته اوسېدلي، دوي د چرته نه راغلي؟ د روهنګيا خلکو ته د دې دغه ملک تابعيت ورکړی شي چرته چې دويې زېږېدلي دي".

ملالې د" نورو ملکونو ترڅنګ په خپل مکل پاکستان هم غږ کړی چې چې د بنګله دېش په رنګ دې د تشدد او ترهګرۍ ته تښتېدونکو روهنګيانو ته خوراک، پناه او تعلیم ورکړي".

هغې ويلي "زه تراوسه د خپلې ملګرې انګ سان سوچي په تمه يم چې د دغه عمل غندنه وکړي، نړي او د روهنګيا مسلمانان په تمه دي".

انګ سان سوچي د سولې نوبېل جايزه ګټونکې ده او د لسیزو وروستو په ميانمار کې جوړ شوي غېر پوځي حکومت کې که څه هم د هغې سره کومه لوړه چوکۍ نشته، خو د حکومتي واکمنه ډلې د مشرې په حېث ټول ياستي امور د هغې په لاسو کې دي.

د روهنګيا نسل سره تعلق لرونکي مسلمانان چې د پېړو راهسې په دغه سیمه کې مېشت دي خو ميانمار وايي دوي د بنګله دېش نه په غېر قانونه توګه راوړېدلي دي دوي ته ميانمار نه خو تابعيت ورکوي او نه د وګړي په رنګ حقونه.

په میانمار کې د کلونو راهسې په لږکۍ مسلمانانو تشدد کيږي او وژنې يې روانې دي.

ميانمار دا تورونه ردوي چې د روهنګيا مسلمانانو بېخ کني کوي، هغه وايي دغه حالات په نسلي بنيادونو د وېش په پایله کې رامنځته شوي او چارواکي د دغه وېش ختمولو هڅې کوي.

انګ سانګ سوچي هم د امنیتي ځواکونو په لاس د روهنګيا په ضد د امتیازي سلوک ادعاوې ردوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي ار ترجمان ویوین ټین ایسوسي ایټډ پریس خبري ادارې ته ویلي د اګست د ٢٥ مې نیټې څخه را پدیخوا ٧٣٠٠٠ روهینګیا مسلمانان میانمار یا د پخوانۍ برما نه په وتلو مجبور شوي دي.

د میانمار په رخاین صوبه کې تشدد او د مسلمانانو وتل په داسې حال کې شروع شوي چې سیمه کې روهینګیا وسله والو په پولیس او نور امنیتي ادارو په حملو لاس پورې کړو، د دوي وینا وه چې میانمار د امنیتي ادارو نه د خپل قام تحفظ کول غواړي.

میانمار بدمت د منونکو د اکثریت ملک دی او مسلمانان پکې په اقلیت کې دي.

پاکستان په روهنګيا مسلمانانو باندې د ظلمونو په سر د ميانمار نه غوښتنه کړې چې د دغه ورورولۍ د حقونو خوندي کولو دپاره اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG