داسې خيال کیږي چې شمالي کوريا ښايي شپږمه تجربه کړې ده.
په شمالي کوريا کښې د ۵.۶ زور جهټکې محسوس کړی شوي او د هغې مرکز چې کومه برخه وه هلته د دغه ملک جوهري تاسيسات موقعيت لري.
له دې وړاندې چې کله داسې جهټکې محسوس شوي نو هغه وخت هم شمالي کوریا جوهري تجربې کړې وې.
د امريکې د جيولوجېکل سروی او زلزلو په اړوند د چین ادارې د دغو جهټکو زور ۶.۳ ويلی دی.
د وړومبۍ جهټکې نه اته دقيقې (منټه) وروستو د چين د ادارې ترمخه د ۴.۶ شدت جهټکې محسوس کړی شوې کوم چې غېرمعمولي نه وې او په حقيقت کښې دا د یو مېګاټن د جوهري تجربې نه کېدی شي.
بل لورته شمالي کوریا ویلي يو هائيډروجن بم يې تیار کړی کوم چې به په نوي بېن البراعظمي بېلسټک ميزايل سره تړلی شي.
د پيانګ يانګ دا ادعا د اتوار په ورځ په سرکاري ميډيا مخې ته راغلې ده.
د کوريا د مرکزي خبري ادارې ترمخه کم جونګ اُن هغه ځای ته ورغلی او جوهلي وسلې يې کتلي دي.
کم اُن دې وسلو ته "تهرمونیوکليئر وسله ويلي،کومه چې د زورورې چاؤدنې توان لري او په ځايي ټېکنالوجۍ او هڅو تياره کړی شوې ده".
د امریکې صدر ډونلډټرمپ او د جاپان وزیراعظم شېنزو ابی د خالي په ورځ په ټيليفون خبرې کړې او په دې خبره یې زور راوړی چې د شمالي کوريا د مخ په زياتي خطرې ته په کتو به دواړه ملکونه او جنوبي کوريا د همکارۍ نزدې اړیکو ته دوام ورکوي.