لاس رسیدونکی لینک

افغانستان کې سوله غواړو،اشرف غني ته دپاکستان جواب


دافغان اولسمشر اشرف غني لخوا پاکستان ته د هراړخیزه مذاکراتو د پیغام په غبرګون کې پاکستان ویلي چې دافغانستان په هکله ډاګیز دریځ لري اؤ هغه دا چې اسلام اباد کابل کې سولې اؤ امن ته لیواله دی.

دغه څرګندونې د خالي په ورځ دپاکستان د بهرنیوچارو وزر خواجه اصف سیالکوټ کې خبریالانو ته کړي دي.

له دې یوه ورځ وړاندې دافغانستان اولسمشر ښاغلي اشرف غني داختر په موقعه پاکستان ته پیغام ورکړی ؤ چې افغانستان ورسره هر اړخیزه مذاکراتو ته تیار دی ځکه چې پاکستان سره سوله د افغان حکومت د ملي ایجنډې یوه برخه ده.

د دواړو هیوادونو ترمینځ په دې وروستیو کې اړیکې سختې تاوژنې شوي دي اؤ افغانستان په پاکستان تور لګوي چې د طالبانو اؤ حقاني شبکې په جنګیالو یې افغانستان کې جنګونو ته دوام ورکړی دی.

دافغان اولسمشر د سولې په پیغام دخپل غبرګون ښودلو په مهال دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر وویل پاکستان وړاندې هم افغانستان کې دامن پځایې کولو دپاره دخپلې برخې کردار ترسره کړی دی اؤ له دې وروستو به یې هم ترسره کوي.

دهغه وینا وه پاکستان د وړاندې څخه د دوه اړخیزه، درې اړخیزه، څلور اړخیزه اؤ ګڼ اړخیزه مذاکراتو لړۍ دوامداره ساتلې ده اؤ افغانستان کې د امن ټینګښت دپاره ددغو ټولو فورمونو څخه استفاده کول پکار دي.

هغه وویل په نزدې ورځو کې چې دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ په بیلابیلو کچو کوم تماسونه نیول شوي هغې کې هم دا ضرورت محسوس کړی شوی چې دواړه هیوادونه باید په سیاسي ، پوځي اؤ استخباراتي څانګو کې یو بل سره همکارۍ پراخه کړي.

پاکستان مدام دعوې کړي دي چې افغانستان کې د سولې پلوي دی خو افغان حکومت ، امریکا اؤ نړیواله ټولنه دپاکستان دغه دعوې بې اساسه بلي اؤ وایي چې اسلام اباد په خوله کابل کې د سولې خبره کوي خو په عمل کې یې افغانستان کې د ګډوډۍ اؤ ناامنۍ ددوام دپاره پخپله خاوره ترهګر ساتلي دي.

تیره میاشت افغانستان اؤ سویلي اسیاء دپاره د خپلې تګلارې اعلانولو په وخت امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ هم ویلي وؤ چې پاکستان امریکا نه د ترهګرۍ په ضد د جګړې په نوم په اربونو ډالر اخلي خو پخپله خاوره یې هاغو ترهګرو ته خوندي‌ ځالې ورکړي دي چې امریکا یې په ضد په جګړه بوخته ده.

XS
SM
MD
LG