لاس رسیدونکی لینک

بلوچستان کې چارواکو د لسو مشکوک وسله والو د وژنې ادعاکړې


په عملياتو کې د ملېشې د څلور سرتېرو ژوبلېدو هم ويل شوي دي.

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې امنيتي ځواکونو ادعا کړې لس مشکوک وسله وال يې وژلي دي.

د ليويز چارواکو ويلي د پټو معلوماتو په اساس يې د هرنايي ضلعې په غرييزه سيمه شاه رګ کې د وسله والو په ځالو چهاپه ووهله او په دغه مهال وسله والو سره په نښته کې لس مشکوک ترهګر ووژل شو.
په عملياتو کې د ملېشې د څلور سرتېرو ژوبلېدو هم ويل شوي دي.
د ليويز چارواکو ويلي د وژل شوو وسله والو تعلق د بېلتون خوښې لاقانونه ګرځول شوې ډلې سره دی. او په دغو عملياتو کې د وسله والو ځالې هم تباه کړی شوي دي.
خو بل لور ته بلوچ ملت پاله ګوند (بلوچ نيشنل مومنټ) په يو بيان کې ويلي، په هرنايي کې ترسره شوؤ عملياتوکې الوتکو هم بمباري کړې ده.
دغه ډلې هم د لسو تنو د وژنې پخلی کړی او ويلي يې دي په عملياتو کې پينځه ښځې او ماشومان هم شامل دي.
بلوچ نيشنل مومنټ ويلي په عملياتو کې د يارمحمد نومې تن کور په هدف شوی دی.
ځينې راپورونو ويلي، بلوچ بېلتون خوښې ډلې په يوه ويب پاڼه جاري کړي بيان کې د يادې پېښې پخلی کړی او تور يې لګولی ځواکونو په عملياتو کې يو پينځه کلن ماشوم او ښځو په ګدون۱۵ تنه وژلي دي.
د ازادو سرچينو څخه د عملياتو پخلی نه دی شوی ځکه چې سيمې ته د ميډيا رسد نشته او يواځې د چارواکو د خلې بيان مخې ته راځي.
هرنايي او د بلوچستان صوبې په نورو برخو کې هم وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځته کيږي.
په امنيتي ځواکونو د بريدونو زمه وارۍ بلوچ بېلتون خوښې ډلې قبلوي، او په امنيتي ځواکونو هم په ځينو عملياتو کې تورونه لګي چې په سيمه کې خلک پورته کوي او وژني يي.
د بې درکه بلوچانو دپاره مبارزه کوونکی تنظيم وايس فاربلوچ مسنګ پرسنز د پاکستان په استخباراتي ادارو تور لګوي چې د خپلو حقونو دپار غږ پورته کوونکي ملت پاله بلوچ پورته کوي او د هغو بيا وروستو مړي ترلاسه کيږي.
خو د بلوچستان حکومت او ادارې وايي چې د ملک په ضد د لاس وهونکو په ضد عمليات کيږي.
بلوچستان کې د مړو په ترلاسه کېدو د بشري حقونو کمېشن هم اندېښنې څرګندې کړي دي.
بلوچستان کې زياتره مړي بلوچ مېشته علاقو کې ترلاسه کيږي او ځينې پکې د پښتو په علاقو کې هم ترلاسه شي.​

XS
SM
MD
LG