لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان اؤ دنړۍ زیاترو برخو کې مسلمانان غټ اختر نمانځي


ټاکل شوې ده پاکستان کې سبا د غټ اختر لمړۍ ورځ نمانځل کیږي
ټاکل شوې ده پاکستان کې سبا د غټ اختر لمړۍ ورځ نمانځل کیږي

دپاکستان په بیلابیلو قبائیلي سیمو ،افغانستان ، خلیجي، یو شمیر اروپایي هیوادونو اؤ امریکا کې نن د جمعې په ورځ مسلمانان د لویې اختر لمړۍ ورځ نمانځي.

په افغانستان، عرب هیوادونو اؤ دپاکستان په ځینو قبائیلي سیمو کې مسلمانانو د اختر د نمونځ کولو وروستو د سنت ابراهیمي تازه کولو په خاطر دڅاروؤ قرباني کړې اؤ یو بل ته یې داختر مبارکۍ ویلي دي.

افغان اولسمشر اشرف غني دلویې اختر نمونځ د ارګ په جامع جومات کې کړی اؤ نمونځ کولو څخه وروستو یې افغانانو سره د اختر مبارکي کړې ده .

په پاکستان کې چې عموماً دمیاشتې دلیدو په شخړه اختر په بیلابیلو ورځو ویشل کیږي سږ کال ددغه هیواد یوازې په ځینو قبائیلي سیمو کې خلکو لویې اختر کړی اؤ په نور هیواد کې به لویې اختر سبا وي .

دپاکستان دمیاشت لیدنې حکومتي کمیټې اؤ دپيښور قاسم علي خان جومات له وړاندې څخه اعلان کړی چې په ګرد هیواد کې به اختر د ستمبر په دوهمه نیټه نماځل کیږي.

مسلمانان په کال کې دوه اخترونه کوي چې یو ته وړوکی اؤ بل ته غټ اختر ویل کیږي اؤ دمذهبي جوش اؤ جذبې ترڅنګ دغه اخترونه د نړۍ بیلابیلو هیوادونو کې مسلمانان دخپل دود، دستور اؤ کلتور له مخې په زیاتې خوښۍ سره نمانځي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG