لاس رسیدونکی لینک

مومند ايجنسي: چاؤدنه کې درې تنه وژل شوي، دوه ژوبل


د پېښې وروستو په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.

د قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ کې په امبار تحصيل کې د سړک غاړې ښخ بم په چاؤدنه کې درې تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د مومند ايجنسۍ پوليټيکل چارواکو پخلی کړی چې امبار تحصيل په شاتي مينه کې چاؤدنه په داسې کې حال کې شوې چې دغه کسان د لويې اختر نمانځه له روان وو.

د قبايلي سيمو مومند، باجوړ او خېبرايجنسۍ د ګڼو برخو ترڅنګ په چاپېره ځينو علاقو کې لويې اختر نمانځل کیږي.

د مومند ايجنسۍ چارواکو ويلي انبار تحصیل کې د سړک غاړې ښخ بم په چاؤدنه کې فقيرحسېن، معاذ او شادعلي نومي کسان وژل شوي دي، په دويې کې دوه تنه پلار او زوی هم دي.

پېښه کې دوه تنه ژوبل شوي او د درملنې دپاره د پېښور لېډي ریډنګ روغتون ته وړل شوي دي.

چارواکو ويلي داسې ښکاري چې دغه کسان چې چاؤدنه پرې شوې په هدف ؤ، ځکه چې په دویې کې ځينې په امن لښکر کې هم پاتې شوي دي.

د پېښې زمه واري لا چا نه ده قبوله کړې.

د پېښې وروستو په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.

امبار تحصيل کې دغه چاؤدنه په داسې حال کې شوې چې په علاقه کې د اختر په موقع د کلکو امنيتي ګامونو پورته کولو ویل شوي وو.

په علاقه کې د جوماتونو د ساتنې دپاره د ملېشې او ليويز ځواکونه په ځای کړی شوي او په لارو باندې تلاشۍ اخستل کېدې.

XS
SM
MD
LG