لاس رسیدونکی لینک

پاکستان:سینیټ کې دایټمي موداو دخورونې دپلټنو غوښتنه شوې


د پاکستان په سينیټ کښې د بيل بيلو سياسي ګوندونو غړو د هېواد د پخواني پوځي امر جنرال (ر) پرويز مشرف د واکمنۍ په مهال دجوهري موادو د خورونې د معاملې د پلټنونو غوښتنه کړې او ويلي یي دي چې د جوهري موادو د خورولو یوازې ډاکټر قدير خان ذمه وار نه شي کيدی.
دغه معامله پرون د شورو په ورځ سينیټ کښې د واکمن ګوند سينټر سليم ضياء د غونډې پرمهال راپورته کړې وه.
دسينیټ چيرمين رضا رباني د پخواني پوځي صدر مشرف د بيان په وخت او موقعه هم پوښتنې راپورته کړي او ويلي وؤ چې د مشرف دعوه په داسې حال کښې مخې ته راغلې چې امريکایي صدر ډانلد ټرمپ د ترهه ګرۍ پرضد جنګ کښې د پاکستان په کردار او نيت شکونه کړي دي .
او سليم ضيا ويلي د مشرف څرکندونې د هېواد لپاره تاواني دي.
پخواني صدر جنرال (ر) پرويز مشرف څو ورځې وړاندې دعوه کړې وه چې د امريکې د جاسوسي ادارې سي ایي ای يو ايجنټ هغه ته د پاکستان د ايټمي ساينس دان قدير خان د جوهري موادو د قاچاق او خورونې په هکله ثبوتونه ورکړي وؤ.
د پيپلز ګوند دسينیټر فرحت الله بابر وينا ده چې د مشرف د بيان سره به پخواني زخمونه بيا تازه شي او دغه بيان به د شمالي کوريا په جوهري خورونه کښې د پاکستان د مرستې او همکارۍ په حقله نړيوالې انديښنې لا نورې تقويه کړي
هغه غوښتنه وکړه چې دمشرف ددغه بیان پلټنې دې وشي چې ځکه چې ډاکټر قدير خان به چرې هم جوهري مواد په خپلو اوږو نه وي وړي.
سينیټ کښې د پښتون ملت پاله ګوند غړې عثمان خان کاکړ ډيوه راډيو ته ویليد سينټ د غوښتنې بشپړه ملاتړ کوي.
هغه وویل دا کار يوازې قدير خان نه شي کولی او بايد مشرف او د هغه ډله دې د پلتنو لاندې ونیولی شي .
د پاکستان د جوهري پروګرام په چارو پوهه او د طبعياتو استاد ښاغلي پرويز هود بايي هم په دې نظر دی چې د ټنونو جوهري موادو ترسيل يوازې د قدير خان د وس کار نه شي کيدی او بايد چې د هغه وخت د پوځي چارواکو څخه هم پلټنې وشي .

XS
SM
MD
LG