لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ: د بارانونو له امله رامنځته شوو پېښو کې ۱۱ تنه مړه شوي


​​د ښار د مختلفو علاقو نه ترلاسه شوؤ خبرونو ترمخه په زیاتو علاقو کې بجلي نشته،

د پاکستان تر ټولو غټ صنعتي ښار کراچۍ کې د بېګا شپې راهسې روان تېزو بارانونو له امله رامنځته شوؤ پېښو کې لږ ترلږه ۱۱ تنه مړه شوي دي.

مرستندويه ادارې ايدهي فاؤنډېشن ډيوه ريډيو ته ویلي، د باران له امله رامنځته شوؤ زياتې پېښې د بجلۍ د کرنټ لګېدو دي، د بجلۍ تارونه غورځېدلي اوخلک د بجلۍ کرنټ وژلي دي.

د ايدهي ترمخه په مړه شوؤ کسانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

د ښار په زياترو برخو کې د تېرې شپې راهسې روان باران نه په سړکونو اوبه ډنډ شوي او ژورو علاقو کې کورونو ته ننوتي دي، په سړکونو د ګاډو چلن کم او د اوبو له امله ستونزو ورپېښې دي.

د ښار د مختلفو علاقو نه ترلاسه شوؤ خبرونو ترمخه په زیاتو علاقو کې بجلي نشته، خو د بجلۍ محکمې ویلي د بجلۍ په سمولو کار روان دی.

نن د پنجشنبې په ورځ سهار هم په ښار کې باران ورېد، او د موسمياتو محکمې ويلي د سبا جمعې د سهاره پورې په ښار کې په دمې دمې سره د باران ورېدو امکان دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG