لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دحج خطبه:اسلام ټوله نړۍ کۍ دامن اؤ ورورولۍ درس ورکوي


د دوه ملیون نه زیات مسلمانان په سعودي عربستان کې د حج د مناسکو دپاره راغونډ شوي دي.
د دوه ملیون نه زیات مسلمانان په سعودي عربستان کې د حج د مناسکو دپاره راغونډ شوي دي.

شیخ ډاکټر سعدبن ناصر الشری د حج د خطبې په مهال ویلي چې اسلام د امن مذهب دی اؤ په ټوله نړۍ کې دامن اؤ ورورولۍ درس ورکوي.

د زیارت په ورځ نمره جومات کې د حج په خطبه کې شیخ ډاکتر سعد بن ناصر الشتری وویل اسلام خپل پیرویان د بدو کارونو اؤ بې حیایۍ نه منعې کړي اؤ د مسلمانانو په توګه په مونږ فرض دي چې مونږ دالله حکمونو ته غاړه کښیږدو،

هغه وویل مسلمانان چې د هر هیواد، رنګ اؤ نسل سره تعلق لري هغوئ په امن ناکه توګه اوسي اؤ هیچا سره په ظلم اؤ‌ زیاتي باور نه لري.

د اسلام د پنځم رکن حج مراسم چې پرون د شورو د ورځې نه پیل شوي ، دوام لري اؤ نن د زیارت په ورځ د حج تر ټولو ستر رکن “ وقوف عرفه ”ترسره کیږي

سږکال د حج دفریضې ترسره کولو دپاره د ټولې نړۍ نه خواوشا ۲۰ لکه کسان سعودي عرب ته رسیدلي.

د شورو په ورځ دغه حاجیان دسحر د نمونځ نه وروستو دمکې نه منا ته رسیدلي وؤ اؤ دغلته یې ټوله شپه په عبادتونو تیره کړې ده.

دغه حاجیان نن د زیارت په ورځ په نهمه ذي الحجه د نمر د څیرې وهلو سره سم د حج د ستر رکن وقوف عرفې دپاره د عرفات میدان ته روان شوي شوي .

دعرفات میدان کې به د نمر پریوتو پورې حاجیان ایسار وي اؤ بیا به مزدلفې ته روانیږي چې تر بل سهاره پورې به مزدلفه کې عبادتونه کوي.

په لسمه ذي الحجه به حاجیان د رمي یا د شیطانانو په کاڼو د ویشتلو عمل ترسره کوي ، له هغې وروستو به سرونه خروي اؤ بیا به د طواف زیارت دپاره مکې ته ځي.

دسعوي عرب د کورنیو چارو د ویاند جنرال منصور الترکي وینا ده چې د حاجیانو د حفاظت اؤ د کومې بدې پيښې څخه د ژغورلو دپاره د یو لک نه زیات امنیتي عسکر پځایې کړل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG