لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا افغانستان ته خپل نور۳۹۰۰ عسکر لیږي


ددغو عسکرو دلیږلو عمل به ددفاع د وزیر جم میټس له غوڅې پریکړې روستو په راتلو څو میاشتو کې ترسره شي
ددغو عسکرو دلیږلو عمل به ددفاع د وزیر جم میټس له غوڅې پریکړې روستو په راتلو څو میاشتو کې ترسره شي

په افغانستان کې دداعش اؤ طالب جنګیالو دچقولو په موخه امریکا پریکړه کړې چې دغه هیواد ته به زر خپل ۳۹۰۰ نوي سرتیري ولیږي .

امریکا چې تراوسه يي افغانستان کې دخپلو موجودو سرتیرو شمیره ۸۴۰۰ ښودله وایي په دغه هیواد کې یې یوولس زره عسکر میشته دي خو غوښتل یې دغه شمیره پټه وساتي .

دامریکا ددفاع د وزارت یو مهم چارواکي جنرال نیته میکنز واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي ددفاع وزارت پریکړه کړې چې خپل درې زره اؤ نهه سوه سرتیري افغانستان ته ولیږي خو ددغو عسکرو دلیږلو عمل به ددفاع د وزیر جم میټس له غوڅې پریکړې روستو په راتلو څو میاشتو کې ترسره شي.

هغه ویلي چې ددغو عسکرو په ورتګ سره به په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو روزنه زیاته شي او د طالبانو او اسلامي دولت یا داعش د وسله والو ډلو په خلاف به د تروریزم ضد عملیات هم قوي شي.

نوموړي زیاته کړې چې افغانستان ته په دغو لیږل کیدونکو پوځیانو کې به د ځانګړي ځواک اؤ استخباراتو مربوط سرتیري هم شامل وي.

د امریکا صدر ډانلډ ټذمپ روانه میاشت کې افغانستان اؤ سویلي دپاره دخپلې نوېې تګلارې اعلانولو په مهال ویلي وؤ چې افغانستان کې به ترهګرو ته دماتې ورکولو دپاره نور عسکر هم لیږي.

بل لوري ته د طالبانو مشر مولوي هیبت الله یو وارې بیا د امریکایي صدر نه غوښتنه کړې ده چې دافغانستان څخه خپل سرتیري وباسي .

هغه دغه غوښتنه د اختر په مهال د افغانستان د خلکو په نوم خپل پیغام کې کړې ده.

افغان حکومت اؤ نړیواله ټوله تور لګوي چې دطالبانو مشر مولوي هیبت الله اؤ دهغه جنګیالي دپاکستان په بلوچستان ایالت کې پټ دي.

امریکايي صدر د نوې تګلارې اعلانولو په وخت دا هم ویلي وؤ چې پاکستان دترهګرۍ په ضد جګړه کې امریکا نه په اربونو ډالر اخلي خو پخپله خاوره یې ترهګرو ته پناه ورکړې ده.

صدر ټرمپ ګواښ کړی ؤ چې امریکا به پاکستان کې د ترهګرو په خوندي ځالو نوره غلي پاتې نه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG