لاس رسیدونکی لینک

د صدر ټرمپ افغان او سويلي اسيا په پاليسۍ د پاکستان پارليمان کې بحث شوی


برني اېوان سېنېټ کې هم د پاکستان او امريکې د تعلقاتو په اړه د اېوان د ګډې کمېټۍ رپوټ په متفقه توګه منظور کړی دی.​

د امریکا د صدر ډونلډ ټرمپ د سويلي اسيا او افغانستان په اړه خپله اعلان کړې تګ لاره کې په پاکستان نيوکې کړي چې ترهګرو ته يې خوندي ځايونه ورکړي، د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې نن په دغه بيان بحث شوی دی.

او برني اېوان سېنېټ کې هم د پاکستان او امريکې د تعلقاتو په اړه د اېوان د ګډې کمېټۍ رپوټ په متفقه توګه منظور کړی دی.​

بل لور ته د وزيراعظم شاهدخاقان عباسي په مشرۍ کې د ملي امنيت د کمېټۍ غونډه شوې او په هغې کې هم د امريکا په پاليسۍ خبرې شوي دي.

امریکايي پاليسۍ ته د غبرګون ويلو په لړ کې د پاکستان د ملي امنيت د کمېټۍ دا دوېمه غونډه ده چې په يوه اوونۍ کې ترسره کيږي او حکومتي سياسي مشرتابه سره پکې د درې واړو پوځونو مشران ګډون کوي.

د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا په اړه اعلان کړې خپلې پاليسۍ کې په پاکستان سختې نیوکې کړي چې د امريکا نه په اربونو ډالره اخلي خو پخپله خاوره یې ترهګر ساتلي دي.

صدرټرمپ ویلي پاکستان د هاغو ترهګرو مرسته کوي چې امریکا یې په ضد جګړه کوي او امریکا به نوره په دغسې کېدو غلې پاتې نه شي.

پاکستان دغه تورونه رد کړي چې ترهګر ساتي، او وزیراعظم شاهدخاقان عباسي ويلي، افغانستان کې د امريکا د اوږدې مودې جګړې په اړه د صدر ټرمپ تګ لار ه به د وړاندې په رنګ ناکامه وګرځي.

وزيراعظم عباسي ويلي پاکستان د ترهګرۍ په ضد دی خو هغه به په افغانستان کې روانه جګړه پاکستان ته منتقل کېدو ته نه پرېږدي.

نوموړي زياته کړې ملک يې ترهګرو ته پناه نه ده ورکړې او دويې د افغانستان د جګړې دپاره د پاکستان د خاورې کارېدو اجازه نه ورکوي.

قامي اسمبلۍ کې د بحث په مهال د حکومتي واکمنه مسلم ليګ (ن) ډلې پخواني داخله وزير چوهدري نثارعلي خان وويل ، د امريکې د صدر بيان ډېر په سنجيدګۍ اخستل پکار دي او زياته يې کړه په دغه معامله د پارليمان برني او ښکتنې دواړو اېوانونو شريکه غونډه رابلل پکار دي.

هغه وویل، " د چا سره جګړه کول نه غواړي، او د امريکا په ګډون د ټولو بهرنو قوتونو مرسته غواړي، په افغانستان کښې امن د امريکا نه زيات د پاکستان په ګټه دی، خو د پاکستانه دې د يو اړخيزه مرستې تمه ونشي".

له دې وړاندې په قامي اسمبلۍ کې د مخالفه ډلو مشر خورشيدشاه د قامي اسمبلۍ او سېنېټ د شريکې غونډې رابللو غوښتنه وکړه او وې ويل چې د امريکا پاليسۍ ته دې مناسب ځواب وويل شي.

د اسمبلۍ غونډه کې د نورو ګوندونو استازو هم په دغه اړوند وېناوې کړي دي.

بل لور ته په برني اېوان سېنېټ کې هم د پاکستان او امريکې د تعلقاتو په اړه د اېوان دګډې کمېټۍ رپوټ په متفقه توګه منظور کړی دی.

رپوټ کې اېوان د حکومت نه غوښتي چې د امریکې سره د اړيکو په اړه قامي پاليسي جوړه کړي، او دا غوښتنه يې هم کړ ې د امريکې د صدر په بيان دې پاکستان کې د امریکې سفير خارجه دفتر ته وغوښتی او احتجاج دې ورته ريکارډ کړی شي.

XS
SM
MD
LG