لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هرات: هوايي بريد کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي


تراوسه د قاطع ماموریت بهرنو ځواکونو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
تراوسه د قاطع ماموریت بهرنو ځواکونو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د هرات ولایتي چارواکي ويلي د دغه ولایت د شنډنډ په ولسوالۍ کې تېر ورځ مازیګر په یو هوایي برید کې ۱۳ تنه چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي وژل شوي او اوو تنه نور ژوبل شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وی او ای ته ويلي، چې دشنډنډ ولسوالۍ د بخت اباد په کلي کې بې پیلوټه الوتکې د طالبانو په یو مرکز باندې برید کړی چې پکې د دغه مرکز سره نزدې په یو کور کې میشت ملکي وګړو ته هم د سر زیان اوښتی دی.

فرهاد ويلی چې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۱۶ طالب وسله وال هم وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د هرات د والي ویاند ويلی چې دغه کور د وسله والو طالبانو له مرکز سره نزدې پروت وو.

د ویاند ترمخه د پیښې د پلټنې لپاره یې یو پلاوی شنډنډ ولسوالۍ ته استولی دی.

تراوسه د قاطع ماموریت بهرنو ځواکونو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

په ناتايده رپوټونو کې ویل شوي چې ۱۹ تنه چې طالبانو د بخت اباد په کلي کې په یو شخصي زندان کې ساتل هم د برید وروسته له دغه زندان څخه په تیښته بریالي شوي دي.

په ورته وخت کې د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالي طاهري وي او ای ته ویلي چې د بې پیلوټه الوتکې په دې برید کې ۲۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نورټپیان شوي دي.

ښاغلي طاهري ويلي چې د ا برید تیره ورځ څلور نیمې بجې شوی دی.

د هرات د حوزوي روغتون رئیس رفیق شیرزي وي او ای ته ويلي چې تراوسه د دغه برید څلور ټپیان دغه روغتون ته وروړل شوي ، چې یوې کوچنۍ جينۍ د اخیستو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

تراوسه وسله والو طالبانو په دغه برید کې د خپلو وسله والو د وژل کیدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG