لاس رسیدونکی لینک

کابل: ځانمرګي برید کې پينځه تنه وژل شوي


برید چې په کومه علاقه کې شوی هلته نزدې د امریکا سفارت او خصوصي ادارې هم موقعیت لري.

د افغان چارواکو په وېنا منځني کابل کې يو ځانمرګي بريد کې لږترلږه پينځه تنه وژل شوي دي، چارواکو ويلي بريد د کابل بېنک په يو برانچ يا څانګه شوی دی.

د کابل د پوليسو وياند بصيراحمد ځانمرګي بريد کې د پينځه تنو د وژنې او ۹ نورو د ژوبلېدو پخلی کړی دی.

هغه ويلي بريد کې د کابل بېنک په نخښه شوی دی.

برید چې په کومه علاقه کې شوی هلته نزدې د امریکا سفارت، د افغانستان ستره محکمه او د عامې روغتیا وزارت په ګډون یو شمېر نورې دولتي او خصوصي ادارې هم موقعیت لري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پيښه کې د ۴ تنو د وژل کېدو او اته نورو ژوبلېدو ویلي دي.

د بريد زمه واري لا چا نه ده منلې.

خو له دې وړاندې طالبانو بېنکونه په هدف کړي او په ځانګړي ډول د مياشتې په اخره او وړومبيو ورځو کې چې کله دولتي نوکران او پوځي سرتيري تنخاګانې اخلي.

XS
SM
MD
LG