لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د افغانستان دپاره د امريکا پوځي پلان کې مهمې پرېکړې لا پاتې دي


وي او ای ته سرچينو د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي، د نوې تګ لارې لاندې به ۴۰۰۰ زره نور امريکايي عسکر ولېږل شي.
وي او ای ته سرچينو د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي، د نوې تګ لارې لاندې به ۴۰۰۰ زره نور امريکايي عسکر ولېږل شي.

پېنټاګون لا نه دی تیار چې د صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه نوې تګ لاره مخ په وړاندې بوځي ځکه چې پوځي چارواکو ويلي په دغه اړوند مهمې پرېکړې لا پاتې دي.

د دفاع چارواکو د ګل يا دوشنبې په ورځ ویلي، باوجود د دې چې د افغانستان تګ لارې ته د ټولو نه لمړيتوب ورکړی شوی، په مهم پلان يې کار روان دی او دا وخت نشي ټاکل کېدی چې کله به بشپړه شي.

د پېنټاګون وياند کرنل روبرټ مېننګ خبريالانو ته ويلي، "مونږ لا په هاغه ځای نه يُو، او په اداره کې کار به ترسره شي او اړين ځوابونه به وويل شي".

د څو مياشتو د بحثونو وروستو صدر ټرمپ تېره اوونۍ د افغانستان او سويلي اسيا دپاره خپله نوې تګ لاره اعلان کړې وه او لږ تفصيل يې ویلی چې څومره اضافي عسکر په افغانستان کې پکار دي، يا دا چې څه ډول د افغان ځواکونو ملاتړ وشي چې د طالبانو او داعش سره وجنګيږي.

صدر ټرمپ ويلي، "د امریکا دښمنان باید زموږ په پلانونو خبرنشی، او یا د هغوي دا باورچې دويې زمونږ په تمه دي، زه به دا نه وایم چې مونږ به کله برید کوو، خوموږ به برید کوو".

وي او ای ته سرچينو د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي، د نوې تګ لارې لاندې به ۴۰۰۰ زره نور امريکايي عسکر ولېږل شي.

د سيمې دپاره لوړ پوړي امريکايي جنرال جوزف ووټل تېره اوونۍ خبريالانو ته ویلي، په ورځو يا اوونو کې به پوځي سرتيري ولېږل شي.

د افغانستان په اړه د صدر ټرمپ د افغانستان د تګ لارې په اړه د وېنا نه يوه مياشت وړاندې د امریکا ددفاع وزیر جیم میټس ويلي ؤچې زیاتره پلانونه جوړ شوي دی، اوس یواځې دا پریکړه کول دي، چې کوم پلان تر ټولو غوره دی.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG