لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان جګړه کې دپاکستان خاوره کارېدو ته نه پرېږدو، شاهدخاقان عباسي


خاقان عباسي د امریکې د صدر د افغانستان په اړه اعلان کړې پاليسۍ په غبرګون کې دغه خبره کړې ده.
خاقان عباسي د امریکې د صدر د افغانستان په اړه اعلان کړې پاليسۍ په غبرګون کې دغه خبره کړې ده.

د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي ويلي افغانستان کې پوځي تګ لاره نه وړاندې کاميابه شوې او نه به په راتلونکې کې کاميابه شي.

خاقان عباسي د امریکې د صدر د افغانستان په اړه اعلان کړې پاليسۍ په غبرګون کې دغه خبره کړې ده.

صدر ټرمپ تېره اوونۍ د افغانستان په اړه اعلان کړې خپلې پاليسۍ کې په پاکستان سختې نیوکې کړې وې چې د امريکا نه په اربونو ډالر اخلي خو پخپله خاوره یې ترهګر ساتلي دي.

صدرټرمپ ویلي ؤ پاکستان د هاغو ترهګرو مرسته کوي چې امریکا یې په ضد جګړه کوي او امریکا به نوره په دغسې کېدو غلې پاتې نه شي.

د پاکستان وزيراعظم بلومبرګ خبري ادارې سره په خبرو کې ويلي، افغانستان کې د امريکا د اوږدې مودې جګړې په اړه د صدر ټرمپ تګ لار ه به د وړاندې په رنګ ناکامه ګرځي.

وزيراعظم عباسي ويلي د پاکستان د ترهګرۍ په ضد دی خو هغه به په افغانستان کې روانه جګړه پاکستان ته منتقل کېدو ته نه پرېږدي.

نوموړي زياته کړې ملک يې ترهګرو ته پناه نه ده ورکړې او دويې د افغانستان د جګړې دپاره د پاکستان د خاورې کارېدو اجازه نه ورکوي.

هغه ويلي چې په افغانستان کې څه روان دي، هغه هلته کېدل پکار دي.

هغه ويلي په سیمه کې د ثبات دپاره پاکستان د هند په ګډون ټولو ملکونو سره په ګډه کار کولو ته تيار دی.

عباسي زياته کړې افغان حکومت له په خپله د طالبانو ستونزه حل کول پکار دي او په دې لړ کې که کابل ته د دویې د مرستې ضرورت وي نو دويې ورته تيار دي.

هغه ويلي د ترهګرۍ په ضد د پاکستان ملاتړ غېر مشروط دی.

د صدر ټرمپ د بيان وروستو افغانستان کې د امريکا او نېټو ځواکونو مشر جنرال جان نکلسن ویلي دویې خبر دي چې د افغان طالبانو مشران په پاکستان کې دي، او د کوټې او پېښور شوراګانې لري.

پاکستان د امريکا پاليسۍ ته د غبرګون وروستو د اتوار يا يکشنبې په ورځ د امريکا د بهرنو چارو د وزارت د استازې د پاکستان سفر ځنډولی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG