لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان پوځي مشرانو په دوشنبه کې ليدلي


د پاکستان پوځ د دغه لیدنې په اړه جاري کړي بيان کې ويلي، دواړو پوځي مشرانو يو بل سره خپلې اندېښنې شريکې کړي دي.
د پاکستان پوځ د دغه لیدنې په اړه جاري کړي بيان کې ويلي، دواړو پوځي مشرانو يو بل سره خپلې اندېښنې شريکې کړي دي.

د افغانستان، پاکستان، چين او تاجکستان پوځي مشرانو د اتوار يا يکشنبې په ورځ دوشنبه ښار کې په څلور اړخيزه غونډه کې ليدلي او د خپلو هېوادونو په پولو د ترهګرو ډلو د فعاليتونو د مخنيوي په سر يې خبرې کړي دي.

په دغه غونډه کې د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه او د افغانستان له اړخه د افغان پوځ لوی درستيز جنرال محمدشريف ګډون درلود او په دواړو بيا يواځې هم ليدلي دي.

د پاکستان پوځ د دغه لیدنې په اړه جاري کړي بيان کې ويلي، دواړو پوځي مشرانو يو بل سره خپلې اندېښنې شريکې کړي دي.

دافغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري هيله څرګنده کړې چې پاکستان به په دې غونډه کې شوې ژمنې پوره کړي.

جنرال وزیري ويلي، " اساسي خبره داده چې د تاجکستان او چین هیواد سره زمونږ مشکلات تر ډېره حده حل شوي دي، ځکه د سرحدونو دواړو خواو ته هغوی ګزمې کوي او یو بل خبروي، تنها مشکل له پاکستان سره دی، چې پاکستان ژمنې کوي او بیا عمل پرې نه کوي، هیله داده چې پاکستان هم کله چې ژمنه کوي پرهغې عمل وکړي".

د پاکستان پوځ ويلي، جنرال قمرباجوه افغان پوځي جنرال ته باور ورکړی چې د افغانستان سره کلکې مرستې کوي او زياته کړې يې ده پاکستان افغانستان کې جنګ نه غواړي.

هغه ويلي پاکستان د وړاندې نه خپله خاروه پاکه کړې او اوس پوله خوندي کوي، هغه زياته کړې د پولې د انتظام نه علاوه د امن دپاره يو مهم عنصر د افغان کډوالو بيرته خپل وطن ته تګ دی.

د پاکستان د پوځ مشر ویلي پاکستان په افغانستان کې د سولې په لړ کې هر وړانديز ته په خلاص مټ دی. او نوموړي په دغه اړوند د پاکستان او افغانستان د ګډې پوځي ډلې وړانديز کړی چې د ګډو اندېښنو د هواري په لړ کې به په حکومتي کچ سپارښتنې کوي.

افغان جنرال د دغه وړانديز سره موافقه کړې او د سولې په لړ کې يې د پاکستان د پوځي سرلښکر د هڅو مننه کړې ده.

دوشنبه کې په څلور اړخیزه غونډه کې د چین د لوی درستیز جنرال لي زوچینګ او د تاجکستان له اړخه جنرال صابرزاده امام علي عبدالرحیم برخه لرله.

دوشنبه کې د څلورو هېوادونو او بيا د افغانستان او پاکستان د پوځي مشرانو ليدنه په داسې حال کې شوې چې د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ تېره اوونۍ د سويلي اسيا او افغانستان دپاره خپله پاليسي تګ لاره اعلان کړې ده.

ډونلډ ټرمپ په پاکستان زور راوړی چې په خپله خاوره د موجودو ترهګرو په ضد عمليات وکړي څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي.

پاکستان وايي په افغانستان کې سوله غواړي او په خپله خاوره يې د هر ډول ترهګرو په ضد بې طرفه عمليات کړي دي. او وايي د ترهګرۍ په ضد جګړه کې دې د پاکستان قربانۍ ومنل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG