لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د صدر ټرمپ د وېنا وروستو د امريکا د استازې سفر ځنډولی


د امريکا د صدر ډونلډ ټرمپ د وېنا په ضد کراچۍ کې يوه وړه احتجاجي مظاهره شوې،
د امريکا د صدر ډونلډ ټرمپ د وېنا په ضد کراچۍ کې يوه وړه احتجاجي مظاهره شوې،

چارواکو ويلي پاکستان د امريکا د بهرنو چارو د وزارت د استازې د پاکستان سفر ځنډولی دی، دا په داسې حال کې چې د امريکا د صدر ډونلډ ټرمپ د وېنا په ضد کراچۍ کې يوه وړه احتجاجي مظاهره شوې، صدر ټرمپ ويلي اسلام اباد په افغانستان جګړه اوږدوي.

د امريکا د خارجه وزرات د سويلي اسيا افغانستان او پاکستان دپاره ځانګړې استازې ايليس ويلز د پاکستان سفر د ګل يا دوشنبې په ورځ ټاکل شوی ؤ. دا د کوم لوړ پوړي امريکايي چارواکي د صدر ټرمپ د ۲۱م اګست د وېنا وروستو د پاکستان وړومبی سفر ؤ.

اسلام اباد کې د امريکا سفارت رويټرز خبري ادارې ته ويلي، د پاکستان د حکومت په خواست د امريکا د استازې سفر ځنډول شوی دی او د سفر بله نېټه به د صلاح وروستو ټاکلی شي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزارت هم دغه ډول بيان خپور کړی دی.

د دواړو خواؤ نه د سفر د ځنډېدو کوم علت نه دی ويل شوی، خو د دوشنبې د ورځې د صدر ټرمپ د وېنا وروستو په پاکستان کې امريکايي چارواکي چمتو دي.

امريکايي صدر ويلي پاکستان د امريکا ملاتړي افغانستان کې ترهګري کوونکو تندلارو ته خوندي ځالې ورکوي.

پاکستاني چارواکو ويلي امريکا دې د پاکستانه د قربانۍ ګډوری نه جوړوي، او په امريکايي پوځ يې په افغانستان کې د ناکامه کېدو تور لګولی دی.

د اتوار يا يکشنبې په ورځ کراچۍ ښار کې د شيعه مسلک سره تعلق لرونکو د زده کوونکو سازمان اماميه سټوډنټ ارګنائزېشن د امريکا قونصلګرۍ پله احتجاجي لاريون کړی دی.

د ۱۰۰ نه تر ۱۵۰ پورې مظاهره چيانو د امريکا په ضد نعرې وهلې خو پوليسو په دويې اوښکې بهيونکی ګېس ويشتی او د قونصلګرۍ نه په دوه يا درې کلوميټره فاصله کې په شا تمبولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG