لاس رسیدونکی لینک

هلمند: ځانمرګي بريد کې ۱۳ تنه وژل شوي


افغان دولتي ځواکونو تېره مياشت ناوه ولسوالي د طالبانو نه بيرته نيولې خو په سيمه کې اوس جګړه روانه ده.

د افغانستان په جنوب کې پرتې صوبې هلمند کې ځانمرګي بريد کوونکي د موټر د لارې په يو مارکيټ بريد کړی، ۱۳ تنه يې وژلي او يو شمېر يې ژوبل کړي دي.

ځايي چارواکو ويلي بريد د هلمند په ناوه ولسوالۍ (ضلع) کې د پوځ په کاروان شوی او وژلي شوي پکې هم زياتره افغان عسکر او پوليس دي.

افغان طالبانو د بريد زمه واري قبوله کړې ده.

افغانستان کې چې دتېرو دوه کالو راهسې نړيوالو ځواکونو جنګي عمليات پرېښودي، طالبانو د ملک په جنوبي برخو کې بريدونو ته زور ورکړی دی او په شمالي برخو کې بريدونه سېوا شوي دي.

افغان دولتي ځواکونو تېره مياشت ناوه ولسوالي د طالبانو نه بيرته نيولې خو په سيمه کې اوس جګړه روانه ده.

د پاکستان او ايران سره په پوله پرتې د افغانستان تر ټولو غټې صوبې هلمند څو ولسوالۍ اوس هم د طالبانو په ولقه کې دي.

تېره اوونۍ د صوبې په مرکز لشکرګاه کې هم يوه بمي چاؤدنه کې اووه کسان وژل شوي وو.

د يکشنبې په ورځ لويديځه صوبه نمروز کې د پوليس په کاروان د وسله والو په بريد کې د صوبې د پوليس مشر سره د دوه نورو افسرانو وژل شوی ؤ.

د دغه بريد زمه واري چا نه ده قبوله کړې.

XS
SM
MD
LG