لاس رسیدونکی لینک

عوامي نيشنل ګوند د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو دپاره ټول ګونديزه غونډه کوي


د فاټا په خېرپښتونخوا کې شاملول د پښتنو او پاکستان دواړو په ګټه دي >

پښتون ملت پاله ګوند عوامي نيشنل پارټۍ د قبايلي سمې په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډولو دپاره ټول ګونديزه غونډه رابللې دی.

د عوامي نيشنل ګوند عمومي سېکتر مياافتخارحسېن ډيوه ريډيو سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، ګوند يې د ستمبر په ۱۴م نېټه اسلام اباد کې ټول ګونديزه غونډه رابللې،چې د فاټا په خېبرپښونخوا کې ورګډولو يادګېرنه بيا وکړي او خپلې خبرې هېرې نه کړي.

هغه وويل د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو د اصلاحاتو په مهال پاناما راغله د خلکو نه هر څه هېر شو او اوس به بل څه راشي او دا ډېره غټه مهمه خبره ده چې نوره وروستو نشيچ.

مياافتخار وويل د فاټا په خېرپښتونخوا کې شاملول د پښتنو او پاکستان دواړو په ګټه دي نو ځکه مونږ غواړو چې ولې دا عمل نور وروستو شي، او مونږ پرې د نورو سياسي ګوندونو سره خبرې کول غواړو.

هغه زياته کړه د فاټا په خېبرپښتوا کې ورګډېدو په خبره زمونږ دريځ واضحه دی چې په هر صورت دې فاټا په خېبرپښتونخوا کې شامله شي او زر تر زره دې دا عمل ترسره شي.

ښاغلي افتخار وويل مونږ دا خپله دنده ګڼو چې په خپل وخت خپله فېصله ورياده کړو، دا د قام غوښتنه ده او که اوس پرې عمل وشي نو هم په ګټه ده.

هغه وويل که حکومت نن هم دا فېصله وکړه نو ښه ده ځکه چې قبايل په خپله ځان شاملول غواړي او که د وړاندې په رنګ په غلطۍ پسې غلطيانې کيږي نو انجام به يې ډېر ښه نه وي.

نوموړي زياته کړه که قبايل خفه شو نو انجام يې ښکاره دی چې بيا به څه کيږي.

د مياافتخار حسېن سره مرکه د ډيوه خبريال ارشدمومند مرکه په لاندې لنک کې اورېدلی شئ

XS
SM
MD
LG