لاس رسیدونکی لینک

پاکستان کې افغان طالبان د کوټې او پېښور شورا لري، نکلسن


دا ګرانه وي چې په داسې حال کې تندلارو ته ماتې ورکړې چې د ملک نه بهر يې ځالې موجودې وي.

په افغانستان کې د امريکايي او بهرنو ځواکونو عمومي مشر جنرال جان نکلسن ويلي، پاکستان کې د ترهګرو ځالې موجودې دي،او د افغانستان نه بهر چې د ترهګرو کوم فعالیتونه دي هغه بايد کم او ختم کړی شي.

د افغانستان طلوع ټي وي سره په خبرو کې جان نکلس وويل په پاکستان کې د کوټې شورا او پېښور شورا موجودې دی او دا خبره په پاکستان کې دننه خلکو ته معلومه او ښکاره کړې ده او مونږ خبر يُو چې هلته (پاکستان کې) د افغان طالبانو مشرانو موجود دي.

جنرال نکلس په دغه اړه په بلوچستان کې د افغان طالبانو د وژل شوي مشر ملامنصور حواله ورکړه چې هغه امريکې په پاکستان کې وژلی ؤ.

نوموړي وويل د امريکا صدر په دغه اړوند ښکاره پېغام ورکړی دی.

هغه وويل دا ډېره مهمه خبره ده او که تاسو په نړۍ کې د تندلاريتوب تاريخ وګورئ نو دا ګرانه وي چې په داسې حال کې تندلارو ته ماتې ورکړې چې د ملک نه بهر يې ځالې موجودې وي.

هغه وويل څنګه چې امريکايي صدر ويلي پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې قربانۍ ورکړي او پوځي عمليات يې هم کړي دي، خو هلته تندلاري موجود دي.

نوموړي دغه خبرې د امريکې د صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه تازه اعلان کړې پاليسۍ په ترڅ کې کړي دي.

نکلسن وويل د دغه مسلې يواځې پوځي نه بلکې د سفارتي لارې هم دې ته ځواب ويل پکار دي او نه يواځې امريکا بلکې د امريکا سره په اتحاد کې شامل هېوادونه دې هم په دې زور راوړي.

امریکايي جنرال د صدر ټرمپ پاليسۍ ته ښه وويل چې شرطونه يې شته خو وخت ورته نه دی ټاکل شوی.

د امریکې صدر د افغانستان په اړه خپله نوې پاليسۍ کې ويلي نور په پاکستان کې د تندلارو په موجودګۍ غلي پاتې نشو.

امريکا او پاکستان دريځ لري چې د افغان طالبانو حقاني شبکه په پاکستان کې خوندي ځالې لري او تور لګوي چې د دغه هېواد د استخباراتو په مرسته په افغانستان کې ترهګري کوي

خو پاکستان دغه ډول تورونه ردوي او و ايي د هر ډول ترهګرو په ضد عمليات کوي او غوښتنه لري نړۍ دې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان قربانۍ ومني.

XS
SM
MD
LG