لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندي کشمير: بريد کې اته هندي پوليس ، دوه وسله وال وژل شوي


ځايي ورځپاڼو ليکلي، اسلامي ډلې جېش محمد د بريد زمه واري منلې ده.
ځايي ورځپاڼو ليکلي، اسلامي ډلې جېش محمد د بريد زمه واري منلې ده.

د هند د ولقې لاندې کشمير کې يو لوړ پوړي هندي پوليس افسر ويلي، په يو حکومتي مرکز بريد کې د څو ساعتو جګړې او اته پوليسو د وژنې وروستو دوه وسله وال وژل شوي دي.

د جمو وکشمير د پوليس مشر اېس پي وېد ويلي د خالي يا شنبې په سهار وسله والو د کشمير په جنوب کې پرتې علاقې پلوامه کې د پوليس په مرکز برید کړی ؤ.

ځايي ورځپاڼو ليکلي، اسلامي ډلې جېش محمد د بريد زمه واري منلې ده.

د چارواکو په وېنا تېر کال د کشمير پاکستان سره وېشونکې پولې لائن اف کنټرول سره نزدې په اُړي پوځي مرکز باندې بريد کې ۱۸ هندي عسکر وژل شوي، تازه بريد د دغه پېښې نه وروستو دوېمه غټ بريد دی.

د چارواکو په وېنا سږ کال يې ۱۳۴ وسله وال وژلي او زياتره په تېرو دوه مياشتو کې په هدف شوي دي، تېر کال ۱۵۰ وسله وال وژل شوي وو.

هندي چارواکو ويلي، نزدې ۷۹ تندلارې په لائن اف کنټرول باندې هندي کشمير لوري ته ور اوړېدلې دي.

د هند د پولې ځواک د خالي په ورځ ويلي په پوله ډزو کې يې د پاکستاني رېنجرز ځواکونو درې سرتيري وژلي دي.

هند په پاکستان تور لګوي چې د وسله والو روزنه کوي او په پوله يې هندي کشمير پله اړولو کې مرسته کوي او اسانتياوې ورته برابروي.

پاکستان د هند دا تورونه ردوي.

هند او پاکستان د خپلې ازادۍ کال ۱۹۴۷ څخه په کشمير ادعا کوي، او د هغه وخت نه په کشمير کې نښتې روانې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG