لاس رسیدونکی لینک

د جانيخېل ولسوالي بيرته حکومت نيولې، کندهار کې ۴۲ طالبان وژل شوي


نن د جمعې په ورځ سهار د بهرنو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ۴۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د افغانستان د پکتيا ولايت چارواکو ويلی، افغان امنيتي ځواکونو د دوه ورځو د سختو جګړو وروسته تېره شپه د دغه ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ (ضلعې) مرکز د وسله والو طالبانو نه بېرته نيولی دی.

بل لور ته په کندهار کې نن د جمعې په ورځ سهار د بهرنو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ۴۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دغه عمليات د کندهار په شمال کې پرتې شاولي کوټ ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

چارواکو ويلي د پکتيا د جاني خېلو په عملياتو کې هم طالبانو ته درانه تلفات اوختي دي.

په جاني خېلو کې يوه مياشت وړاندې وسله والو طالبانو بريدونه پېل کړي دوه ځله مرکز نيولی خو حکومتي چارواکو ويلي تېره شپه ولسوالي د طالبانو نه بيرته اخستې ده.

په پکتيا کې د پوليسو د ۳۰۳ سپين غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد وي او ای ته ويلي، چې د تېرو څو ورځو پرله پسې هوايي بريدونو او ځمکنيو پوځي عملياتو په ترڅ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوختې ده.

پاسوال شیرزاد وويل "په دغو عملياتو کې تر ۳۰۰ ډېر طالبان چې بهرني جنګيالي په ځانګړي ډول پاکستاني اتباع هم پکې شامل دي، وژل شوي او بې شمېره وسلې يې هم حکومتي سرتېرو ته په لاس ورغلې دي".

طالبانو د جاني خېلو ولسوالۍ له لاسه وتلو په اړه د حکومتي څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ويلي.

بلې خوا ته طالبانو د پکتيکا ولایت د ګومل د سرحدي ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی او ادعا یې کړې چې دا ولسوالۍ یې تېره شپه له سختې جګړې وروسته له حکومت څخه نيولې ده.".

خو د پکتيکا د ولايتي شورا مشر بختيار ګل ځدراڼ او ولايتي حکومتي چارواکي وايي، چې د ولسوالۍ له مرکز څخه امنيتي ځواکونه په خپله شا ته تللي دي.

په کندهار کې د ترسره شوؤ عملياتو په اړه د پوليسو وياند څارن ضيا دراني ويلي وسله والو د سياسنګ په سيمه کې د پوليسو په پوستو د بريدونو په وخت وژل شوي دي.

چارواکو ويلي د شپې تر ناوختې پورې د وسله والو سره ځواکونو جګړه کړې او سهار وختي د هوايي ځواکونو په بريد کې د وسله والو د مهمو مشرانو په ګډون ۴۲ وسله وال وژل شويدي، چارواکو ويلي په نښتو کې دوه د ملي اردو او يو د پوليس سرتيری هم وژل شوی دی.

وسله والو طالبانو د شاولي کوټ ولسوالۍ د ننۍ جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG