لاس رسیدونکی لینک

 واڼا: د کرمزخېل نيول شوي خلک دې خوشي کړی شي، سياسي اتحاد


مظاهره چيانو غوښتنه کړې چې پولټيکل انتظاميې د روغتون سوځولو په تور د کرمزخېلو د سکولونو زده کوونکي، استاذان او ډاکټران نيولي دي.

د قبايلي سيمې جنوبي وزيرستان په مرکز واڼا کې سياسي اتحاد د پوليټيکل انتظاميې په ضد احتجاجي مظاهره کړې چې د روژې په مياشت کې د کرمزخېل قبيلي سره تعلق لرونکي نيول شوي خلک دې خوشي کړی شي.

په واڼا کې د روژې په مياشت کې په سرکاري روغتون کې اور لګېدلی او دوه اېمبولنس ګاډي هم پکې سوځېدلي وو.

د وزيرو د کرمزخېل قبيلې سره تعلق لرونکو په علاقه کې د روغتون او اېمبولنسونو سوځېدو په تور ۷۲ کسان نيول شوي وو.

د واڼا سياسي اتحاد چې پکې عوامي نيشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي پارټي، قومي وطن پارټي، پيپلزپارټۍ او جماعت اسلامي شامل دي سره د مدنې ټولنې يې نن د جمعې په ورځ واڼا کې د پوليټيکل انتظاميې په ضد احتجاجي مظاهره کړې ده.

مظاهره چيانو غوښتنه کړې چې پولټيکل انتظاميې د روغتون سوځولو په تور د کرمزخېلو د سکولونو زده کوونکي، استاذان او ډاکټران نيولي دي.

دویې وويل قبيلې د اېف سي ار قانون لاندې د پوليټيکل انتظاميې ټولې غوښتنې منلي، مطلوب کسان يې پوليټيکل انتظاميې ته ورکړی خو د هغې باوجود د قبيلې خلک تنګول کيږي.

دويې وويل انتظاميې د قبيلې د ټولو په ډوميسائل او شناختي کارډ بندېز لګولی چې له امله يې زده کوونکي په تعليمي ادارو کې د داخلو په وخت د سختو ستونزو سره مخ دي.

مظاهره چيانو دا تور هم لګولی د واڼا او انګور اډې ترمنځ انتظامیې په چيک پوستو لوټ مار پېل کړی او د چلغوزو ځنګلې حکومت په خپله ولقه کې اخستي دي.

دويې وويل په علاقه کې د انتظاميې واک ختم او ټولې فېصلې پوځ کوي، دويې د علاقې په مشرانو او اېم اېن ای غالب وزير باندې هم ټکونه کړي دي.

بل لور ته د جنوبي وزيرستان د پوليټيکل انتظاميې سرچينو ډیوه ريډيو ته ویلي، د علاقې د خلکو نه تاوان اخستی شوی خو دویې اوس په دې لټه کې دي چې د پېښې اصل زمه وار معلوم کړي.

XS
SM
MD
LG