لاس رسیدونکی لینک

روس او امريکا د افغان پاليسۍ په سر په يو بل نیوکې کړي


امريکايي چارواکي ويلي، روس په افغانستان کې د امريکا په کردار ښه پروپېګنډا نه کوي.

د روس او امريکې چارواکو د زيارت په روځ د افغانستان په اړه د يو بل په پاليسۍ ټکونه کړي دي.

د روس خارجه وزير سرګۍ لاوروف د افسوس څرګندونه کړې چې د امریکا د صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه نوې پاليسي په پوځي قوت کارولو ده.

لاوروف ویلي، مونږ ګڼو چې د دې نه به څه ترلاسه نشي.

د لاوروف د بيان په غبرګون کې د امريکې د انتظامیې چارواکي وي او ای ته ویلي، د ټرمپ قام ته په ټيلي ويژن وېنا يواځې پوځي سټراټيجي نه ده.

هغه ويلي په سټراټيجۍ کې پياوړي سفارتکاري، سياسي عناصر او حتی چې اقتصادي عناصر شامل دي، نو دا ويل سم نه دي چې دا يواځې پوځي سټراټيجي ده.

امريکايي چارواکي ويلي، روس په افغانستان کې د امريکا په کردار ښه پروپېګنډا نه کوي.

چارواکي ویلي، روس په افغانستان کې په امريکا د تور لګولو هڅه کوي چې د داعش ملاتړ کوي، خو دا جعلي ده.

هغه زياته کړې، روس په سيمه کې امريکا کمزورې ليدل او په اړه يې غلط معلومات خپروي.

امریکايي چارواکي وايي ماسکو د داعش د اندېښنې له سببه د طالبانو ملاتړ کوي.

د امریکا خارجه وزیر رېکس ټېلرسن د زیارت په ورځ ويلي، روس طالبانو ته وسله ورکوي او دا د نړيوال معيار سرغړونه ده.

لاوروف ويلي دا وړومبی ځل نه دی چې په روس طالبانو ته د وسلې ورکولو تورونه لګي، خو په دې اړم حقيقت نه دی وړاندې شوی.

ډونلډ ټرمپ روانه اوونۍ افغانستان ته د نورو څلورو زرو عسکر لېږلو اعلان کړی او په دغه اړه يې خپله پاليسي وړاندې کړې، خو د جګړې د خاتمې يا افغانستان کې د پاتې کېدو دپاره يې وخت نه دی ټاکلی.

بل لور ته په افغانستان کې د امريکايي او نېټو ځواکونو مشر جنرال نکولس په طالبانو غږ کړی چې، د خپل ملک په ضد جګړه پرېږدئ د بې ګناه عامو خلکو وژنې ودروئ، وسله کېږدئ، افغان ټولنې سره شامل شئ او د خپلو بچو دپاره د خپل ملک راتلونکی ښه کړئ.

د ټرمپ د پاليسۍ په ترڅ کې نوموړي ويلي، طالبان دغه جګړه نشي ګټلی دا وخت دی چې دوي د سولې بهیر کې شامل شي، نوموړي طالبانو ته جرمونه کوونکي ویلي دي.

هغه دا هم ويلي په ننګرهار کې يې داعش ډله چقولې ده او چې داعش چرته ځي دوي به يې نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG