لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کروړونو پاکستاني د زهري موادو ډکې اوبه څښي، رپورټ


د پاکستان د بېلابيلو برخو نه د څښلو د اوبو ۱۲سوه نمونې اخستی شوي او په هغو کې زهري مواد معلوم شوي دي.
د پاکستان د بېلابيلو برخو نه د څښلو د اوبو ۱۲سوه نمونې اخستی شوي او په هغو کې زهري مواد معلوم شوي دي.

پاکستان کې د څښلو په اوبو کې زهري مواد (سنکهيا) موجود دي د کوم له سببه چې دکروړونو خلکو صحت او ژوند د خطرې سره مخ کېدی شي.

د صحت نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) پاکستان کې د څښلو د اوبو په اړوند خپل يو څيړنیز رپورټ کې دغه خبره کړې ده، دا رپورټ په سائنسي مجله (سائنس اېډوانس) کې خپور شوی دی.

رپورټ کې ویل شوي د پاکستان د بېلابيلو برخو نه د څښلو د اوبو ۱۲سوه نمونې اخستی شوي او په هغو کې زهري مواد معلوم شوي دي.

د اوبو په ټېسټ کې معلومه شوې ده چې په اوبو کې سنکهيا يا ارسینک ماده په ډېر مقدار کې موجوده ده، د کوم نه چې د خواوشا شپږ کروړه خلکو ژوند د خطرې سره مخ کېدی شي.

د راپور ترمخه په کومو اوبو کې چې سنکهيا موجود وي د ډېرې مودې پورې دغسې اوبه څښل د څرمنې، عضوي زيان ، د زړه د ناروغو او کېنسر سبب ګرځېدی شي.

د رپورټ ترمخه د سنکهيا زيات مقدار د ملک په ختيځو برخو او دريای سندهـ سره نزدې پرتو مېداني علاقو کې دی.

سنکهيا يا ارسينک داسې ماده ده چې په تودو اوبو کې حل کيږي او خوند پکې هم نه وي، د دې ډېر لږ مقدار هم ژوند په خطره کې اچولی شي.

پاکستان کې د اوبو د څيړنې د کونسل ترمخه د سندهـ او پنجاب صوبې د مختلفو علاقو نه ترلاسه کړی شوؤ د اوبو نمونو کې معلومه شوې چې په دغو اوبو کې زهري مواد سنکهيا يا ارسينک موجود دي.

پوهان وايي په ملک کې د سخا اوبو یو علت په ښارونو کې د څښلو او سېورېج لائنونو د يو بل سر ه نزدې والی دی.

د څيړنې کونسل د روان کال په لمړيو کې خپل رپورټ کې په ملک کې د سخا اوبو خبره کړې وه او د پاکستان پارليمان ته يې ویلي ؤ چې د ابادۍ يوه غټه برخه د څښلو د پاکو اوبو څخه محرومه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG