لاس رسیدونکی لینک

پاکستان ترهګرو ته دخوندي ځالو ورکولو تورونه رد کړي


صدرټرمپ ویلي وؤ پاکستان دهاغو ترهګرو مرسته کوي چې امریکا یې په ضد جګړه کوي اؤ نوره به امریکا په دې خبره غلې پاتې نه شي

د افغانستان دپاره د صدر ډانلډ ټرمپ د نوي تگ لارې په جواب کې پاکستان خپل دریځ یو وارې بیا تکرار کړی دی او ویلي يي دي چې خپله خاوره د بل هیواد پر ضد د استعمالیدو چا ته اجازت نه ورکوي او پرځای ددې چې په پاکستان ترهګرو دخوندي ځالو بې ځایه تورونه ولگول شوي، پاکستان سره په ګډه ترهګرۍ د ختمولو همکاري پکار ده.

دامریکا دصدر ډانلډ ترمپ لخوا سویلي ایشیاء په ځانګړي ډول افغانستان دپاره داعلان کړی شوې تګلارې په غبرګون کې د پاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند پخپل یو بیان کې ویلي دترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې تر ټولو سترې قربانۍ پاکستان ورکړي دي.

هغه وایي دامریکا دغه نوې تګلاره کې دترهګرۍ په ضد جګړه کې دپاکستان قربانۍ له پامه غورځول شوي چې دا دمایوسۍ خبره ده.

دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ویلي پاکستان د امریکا دنوې تګلارې نوټس اخستی خو په دغه هکله به خپل غوڅ نظر سبا د قامي سلامتۍ دکمیتې دغونډې نه وروستو واضحه کړي.

دپاکستان دقامي سلامتۍ کمیټه کې ددغه هیواد وزیراعظم ، دپوځ سرلښکر، دهوایي اؤ سمندري ځواکونو دمشرانو ترڅنګ داستخباراتي ادارې ایي ایس ایي مشر اؤ نور مهم چارواکي برخه لري.

دوه ورځې وړاندې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ د سویلي ایشیاء اؤ په ځانګړي ډول افغانستان دپاره دخپلې تګلارې بیانولو په وخت په پاکستان سختې نیوکې کړې وې چې امریکه نه په اربونو ډالر اخلي خو پخپله خاوره یې ترهګر ساتلي دي.

صدرټرمپ ویلي وؤ پاکستان دهاغو ترهګرو مرسته کوي چې امریکا یې په ضد جګړه کوي اؤ نوره به امریکا په دې خبره غلې پاتې نه شي.

دبهرنیو چارو ددفتر ویاند زیاته کړې ده چې دافغانستان ستونزه پوځي هواری نه لري اؤ که دطاقت له لارې دا ستونزه هواریدلی شوه نو په تیرو ۱۷ؤ کالو کې به هواره شوې وه.

ویاند ویلي چې په راتلونکي کې هم دطاقت دلارې افغانستان کې امن نه شي‌ پځایې کیدلی اؤ دافغان ستونزې هواری یوازې په دې کې دی چې افغانان خپلو کې د سیاسي خبرو دلارې خپلې ستونزې هوارې کړي.

پاکستان تل دعوه کړې ده چې افغانستان کې دسولې پلوي دی خو افغان چارواکي د تیرې یوې لسیزې راهسې اسلام اباد، کابل کې په لاسوهنه تورنوي اؤ وایي چې دپاکستان استخباراتي شبکه ایي ایس ایي دطالبانو اؤ حقاني شبکې په جنګیالو افغانستان کې روانې جګړې ته دوام ورکوي.

افغان صدر اشرف غني تر دې حده ویلي چې پاکستان په افغانستان مطلق جنګ مسلط کړی اؤ افغانستان غواړي لمړی پاکستان سره سوله وکړي بیا به طالبانو سره خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG