لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند:ځانمرګي برید کې اووه کسان وژل شوي،۳۷ژوبل


A mother carries her newborn baby towards a makeshift window for health workers to tend to, at the COVID-19 isolation area of the government-run Dr. Jose Fabella Memorial Hospital, amid the coronavirus outbreak, in Manila, Philippines.
A mother carries her newborn baby towards a makeshift window for health workers to tend to, at the COVID-19 isolation area of the government-run Dr. Jose Fabella Memorial Hospital, amid the coronavirus outbreak, in Manila, Philippines.

دافغانستان دهلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د یو ځانمرګي برید له امله اووه کسان وژل شوي اؤ ۳۷ نور ژوبل شوي دي.

د هلمند د پولیسو د امنیه قوماندانۍ ویاند لومړي څارن عبدالسلام افغان خبریالانو ته ویلي دغه برید دشورو په ورځ دپولیسو د مرکز د موټرو ودرؤلو په ساحه کې شوی دی.

چارواکي وایي په دغه برید کې ۲۰ ماشومان هم ژوبل شوي چې پکې د زیاترو حالت نازک ښودل کیږي.

طالبانو د برید پړه په غاړه اخستې اؤ دعوه یې کړې ده چې برید کې د ملي اردو ګڼ شمیر عسکر وژل شوي اؤ دهغوئ درې ټانکونه هم تباه شوي دي.

دهلمند امنیه قوماندان عبدالغفار ساپي ددغې پیښې د جذئیاتو بیانولو په وخت خبریالانو ته ویلي چې نن د ملي اردو عسکر دخپلو معاشونو اخستو دپاره په ګڼ شمیر کې د بانک مخې ته راټول شوي وؤ چې په دغه مهال د بانک ترڅنګ د موټرو ودرؤلو په ساحه کې یو ځان وژونکي خپل ځان والوځولو .

هغه وویل چې دغه بانک دامنیه قوماندانۍ دننه دی په برید کې نزدې یو جومات هم تباه شوی .

امنیه قوماندان ویلي چې دغه جومات کې په دیني زده کړو بوخت ۲۰ ماشومان هم په ځانمرګي برید کې ژوبل شوي دي.

دهلمند د والي وینا ده چې برید کې درې ښځې هم وژل شوي ،

څلور نور وژل شوي کسان دملي اردو اؤ سرحدي پولیسو عسکر ښودل کیږي.

دغه ځانمرګي برید وروستو له هغې شوی چې تیره ورځ طالبانو افغانستان دپاره د امریکا له لخوا د نوې تګلارې اعلانولو نه وروستو خپلې جګړې ته د نور زور ورکولو ګواښ کړی .

افغان حکومت اؤ امریکایي چارواکي تور لګوي چې طالبان دپاکستان په خاوره کې خوندي ځالې لري اؤ هم دپاکستان په مرسته یې افغانستان کې د ترهګرۍ لړۍ ته دوام ورکړی دی.

امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ افغانستان اؤ سویلي ایشیاء دپاره د نوې امریکایي تګلارې اعلانولو په مهال په ډاګیز ډول ویلي چې نور به پاکستان کې دترهګرو په پټو ځالو غلی پاتی نه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG