لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکا نوې تګلارې ته پاکستان کې په کوم نظر کتل کیږي؟


پاکستاني میډیا اؤ سوشل میډیا باندې هم دغه بحثونه تاوده دي چې دامریکا اؤ پاکستان اړیکې به اوس په کوم پلو ځي
پاکستاني میډیا اؤ سوشل میډیا باندې هم دغه بحثونه تاوده دي چې دامریکا اؤ پاکستان اړیکې به اوس په کوم پلو ځي

دامريکایي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا د سويلي اسيا اؤ په ځانګړي ډول افغانستان دپاره په اعلان کړل شوې تګلاره که هرڅو تر دې دمه پاکستان خپل رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو پاکستاني ، سیاستمداران،څیړنکاران اؤ میډیا وایي چې دامریکا لخوا پاکستان سره سخت چلند به معاملې نورې هم کړکیچنې کړي.

صدر ټرمپ تیره ورځ افغانستان دپاره دخپلې نوې تګلارې اعلانولو په وخت پاکستان باندې سختې نیوکې کړې وې اؤ وئیلي یې وؤ چې که پخپله خاوره یې دترهګرو د ملاتړ نه لاس وانه خستو نو د زیات نقصان سره به مخ شي.

امریکا اؤ افغانستان دتیرې یوې لسیزې راهسې د زیاتې مودې نه په پاکستان تور لګوي چې پخپله خاوره یې ترهګرو ته خوندي ځالي ورکړي دي خو صدر ټرمپ دتګلارې اعلانؤلو په مهال ډاګیز ویلي چې امریکا به نوره په دغو ځالو غلې پاتې نه شي.

دسه شنبې په ورځ پاکستاني میډیا اؤ سوشل میډیا باندې هم دغه بحثونه تاوده دي چې دامریکا اؤ پاکستان اړیکې به اوس په کوم پلو ځي ؟

پاکستاني مطبوعات وایي دپاکستان لوړپوړي حکومتي چارواکي خپلو کې په مشورو بوخت دي اؤ ډیر زر به د امریکا ددې نوې تګلارې په هکله دپاکستان رسمي نظر روښانه کړي.

په نړۍ کې څیړونکي په دې نظر دي چې دپاکستان دپاره خارجه پالیسۍ دحکومت پځایې ددغه هیواد طاقتور پوځ جوړوي خو دصدر ټرمپ لخوا دافغان پالیسۍ اعلانولو نه وړاندې دپاکستان دپوځ ویاند میجرجنرال اصف غور ویلي وؤ چې پاکستان له خپله انده افغانستان کې دامن پځایې کولو دپاره ټول ګامونه اخستي دي.

څیړونکي په څه نظر دي ؟

وتلی څیړنګار اؤ پاکستان دپوځ پخوانی افسر لیفټیننټ جنرال ریټائرډ طلعت معسود وایي دامریکې لخوا په پاکستان دترهګرو تنظیمونو ختمولو دپاره فشار ضرور سیوا شوی خو ددغسې فشار دلارې امریکا افغانستان کې ګټې نه شي ترلاسه کولی.

ډیوه راډیو سره خبرو کې ښاغلي طلعت مسعود ویلي افغانستان کې د روانې شخړې دهواري یوازینۍ لاره مذاکرات دي اؤ که امریکا غواړي چې افغانستان کې خپل اهداف ترلاسه کړي نو د مذاکراتو پالیسي به ورته پریښودل نه وي .

وتلی خبریال اؤ دافغانستان دچارو کار پوهه ښاغلی رحیم الله یوسفزئ وایي امریکا به اوس افغانستان کې د روانې جګړې ګټلو دپاره دپاکستان څخه بیلابیلې غوښتنې کوي خو امریکا ته به ددغه جګړې ګټلو دپاره د پاکستان دمرستې هم ضرورت وي.

هغه وویل امریکا داسې ګڼي چې په تیرو شپاړسو کالو کې دجګړې نه ګټلو علت یې همدادی چې پاکستان ورسره مرسته نه ده کړې.

د رحیم الله یوسفزئ په وینا چین هڅه کوي چې افغان ستونزه دخبرو دلارې هواره کړي خو ټرمپ غواړي چې په طاقت دغه مسله حل کړي اؤ‌طاقت ددې ستونزې دهواري لاره نه ده.

دپاکستاني سیاستمدارانو دریځ

دپاکستان دکورنیو چارو پخواني وزیر ښاغلي رحمان ملک ویلي پاکستان ته دامریکایي صدر ګوت څنډنې سره به دترهګرۍ په ضد روانې جګړې ته زیان رسیږي اؤ په پاکستان تورونو لګولو سره به دغه جګړه یو کړکیچن شکل خپل کړي.

میډیا سره خبرو کې رحمان ملک پوښتنه کړې چې صدر ټرمپ باید ووایي چې افغانستان دجنګ په میدان چا بدل کړی ؟

هغه په دې نظر دی چې پاکستان دغه جګړې ته امریکې ورټیله کړی اؤ اوس به امریکا ته دپاکستان د پاکستان قربانیو ته په درنه سترګه کتل وي.

دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خپل پو ټوئټر لیکلي چې امریکا افغانستان کې دخپلو ناکامیو هار دپاکستان په غاړه کې اچول غواړي.

هغه ویلي امریکا چې په پاکستان کوم تورونه ولګول دې نه پاکستاني واکمنانو ته سبق اخستل پکار دي چې بیا باید د ډالرو دپاره پردۍ جګړې پخپل سر وانه خلي.

د قامي وطن گوند مشر آفتاب احمد خان شيرپاؤ ډیوه راډیو سره خبرو کې ویلي پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد روانه جگړه کښې ډيرې قربانۍ وړکړي اؤ دا لړي روانه ده.

شيرپاو وایي اوس هم په پاکستان دامريکي بې باوري ښایي پاکستان په دې کښي ناکامه شوی دی چې په سفارتي کچ د خپلو قربانو نه نړي خبر کړي.

نوې تګلاره پاکستاني مطبوعاتو کې

دامریکایي صدر لخوا په نوې تګلاره کې پاکستان ته د څنډل شوې ګوتې موضوع ته دپاکستان مطبوعاتو کې هم خاص پام ګرځول شوی اؤ زیاترو ټي وي ګانو اؤ ورځپانو دغه خبر ته د لمړي خبر حیثیت ورکړی دی.

د اردو ژبې ورځپاڼې جنګ د صدرټرمپ اعلان د لویې خبر په توګه اخستی اؤ د ښاغلي ټرمپ له خولې یې لیکلي پاکستان ته په اربونو ډالر ورکوؤ خو بیا هم ترهګرو ته پناه ورکوي.

ایکسپریس نیوز نومې ورځپاڼې بیا د صدر ټرمپ له خولې لیکلي چې پاکستان اړي ګړي خورونکو خلکو ته پناه ورکوي خو دغه هیواد چې امریکا سره ولاړ وي نو دابه یې ګټه اؤ په بل صورت کې به په تاوان کې وي.

دانګریزۍ ژبې ورځپاڼې دي نیوز لیکلي ټرمپ پاکستان ته خبرداری ورکړی چې ترهګرو ته دپناه ورکولو پسر به ډیر څه وبائیلي.

مشرق ورځپاڼه لیکې صدر ټرمپ ویلي امریکا به اوس پاکستان کې دترهګرو په پټو ځالو غلې پاتې نه شي.

جیو ټيلي ویژن هم دغه خبر پخپله ویب پاڼه تر ټولو لمړی په دې ډول لیکلی”پاکستان ته پکار ده چې دتهذیب ، نظم اؤ سولې په لړ کې خپلې ژمنې وښایي”

ډان ټي وي اؤ ویب پاڼې دغه خبر ته یو رقم سرخط ورکړی چې “دصدر ټرمپ لخوا په پاکستان ترهګرو ته د پناه ورکولو تور،پاکستان ته اربونه ډالرې ورکوؤ خو دې هیواد هم هاغو ترهګرو ته پناه ورکړې دچا په ضد چې مونږ په جګړه بوخت یو”

خو اج نومې ټیلي ویژن بیا لیکلي چې طالبانو دصدر ټرمپ دپریکړې غندنه کړې

ای ار وائی ټي وي وایي ټرمپ افغانستان څخه له وتلو پشا شوی اؤ پاکستان یې دترهګرو د خوندي ځالو پسر رټلی دی.

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:04:25 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG