لاس رسیدونکی لینک

نوې تګلارې ته داشرف غني هرکلی ، دطالبانو ګواښ


دامریکا دا نوې تګلاره  په ډاګه کوي چې اوس امریکه په څرګنده دافغانستان سره ودریدله

دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دافغانستان اؤ سیمې دپاره دامریکا د نوې تګلارې هرکلی کړی اؤ ویلي یې دي دغه نوې ستراتیژۍ کې امریکا پاکستان ته ډیر ډاګیز پیغام ورکړی چې نور پخپله خاوره ترهګرو ته پناه نه شي ورکولی
هغه ویلي دامریکا دا نوې تګلاره په ډاګه کوي چې اوس امریکه په څرګنده دافغانستان سره ودریدله.
دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ تیر ماښام افغانستان اؤ سیمې دپاره دنوې تګلارې اعلانؤلو په وخت افغانستان سره دخپلو مرستو سیوا کولو اؤ په پاکستان د ترهګرو د پالنې نه دلاس اخستو دپاره د نورو فشار راوړلو اعلان کړی دی.
افغانستان اؤ امریکایي چارواکي دتیرې یوې لسیزې راهسې افغانستان کې د روانې جګړې لامل په پاکستان کې پټ د حقاني شبکې اؤ طالبانو هاغه جنګیالي یادوي چې نړیوال یې د پاللو تور دپاکستان په استخباراتي شبکه ایي ایس ایي لګوي.
قندهار ته د سفر په مهال دقامي مشرانو یوې غوندې ته خپله وینا اؤ خپله یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ښاغلي اشرف غني ویلي په تیرو څلویښت کلونو کې امریکا پاکستان ته یو ډیر څرګند پیغام ورکړی دی، چې نور په خپله خاوره کې تروریستانو ته پناه نه شي ورکولی.
هغه وویل وسله والو مخالفانو ته یې پیغام دادی چې د سولې بهیر سره یوځای شي او د سولې پیغام ته دې مثبت ځواب ورکړي.
خو په عین حال کې دپاکستان داستخباراتي ادارې ایي ایس ایي په مرستو تورنو طالب جنګیالو اعلان کړی چې هغوئ به د امریکایانو په ضد افغانستان کې خپله روانه جګړه نور هم چټک کړي.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مطبوعاتو ته لیږلې یوه اعلامیه کې ویلي امریکا ته پکار وؤ چې خپل پوځیان یې له افغانستان څخه ویستلي وی خو چې هغوئ دجګړې لاره خوښوي نو طالبان به هم ورته افغانستان په قبرستان بدل کړي.
افغان ولسمشر اشرف غني اؤ نور چارواکي دریځ لري چې طالبان پاکستان پخپل لاس کې نیولي اؤ افغانستان کې پرې جګړو ته دوام ورکوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي.
دنوې امریکایي تګلارې له اعلانیدو وروستو ولسمشر غني د پاکستان په اولس هم غږ کړی چې خپل حکومت په افغانستان کې سولې هڅو څخه ملاتړ ته وهڅوي ځکه چې د په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه هم ده.
پخپل یو بیان کې افغان ولسمشر هیله ښکاره کړې ده چې د ثبات تامین په برخه کې به دغه ستراتیژي د سیمې هېوادونو ته د دې زمینه برابره کړي چې د ګډو هلو ځلو له لارې د سولې او نیکمرغۍ په برخه کې ګډې موخې ترلاسه کړي.
هغه دا هم ویلي چې دامریکا دا نوې ستراتیژي د سیمې هېوادونو لپاره هغه لاره وړاندې کوي چې د غیر دولتي عناصرو له ملاتړه لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG