لاس رسیدونکی لینک

د صدر ټرمپ د افغانستان تګ لارې ته په سوشل ميډیا غبرګون


د امريکا د صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سویلي اسیا خپل تګ لاره اعلان کړې،

د امريکا د صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سویلي اسیا خپل تګ لاره اعلان کړې، د افغانستان صدر، امريکايي او افغان لوړ پوړو چارواکو د دغه تګ لارې هر کلی کړی دی.

د افغانستان صدر اشرف غني او اجرائي رئيس عبدالله عبدالله په ټويټر د دغه پرېکړې هرکلی کړی،

د امريکا په سېنېټ کې د وسله والو خدمتونو د کمېټۍ مشر سېنېټر جان مکېن په ټويټر ليکلي، زه د افغانستان دپاره د امریکا د صدر د تګ لارې ستاينه کوم،

د امريکې د سېنېټ د وسله والو خدمتونود کمېټۍ غړي سېنېټر لنډسی ګراهم هم خپل غبرګون په ټويټر څرګند کړی دی.

سېنېټر مارکو روبيو هم په ټويټر خپل غبرګون ښکاره کړی دی.

د امریکې خارجه محکمې په ټویټر ويلي، مونږ نړيوالې ورورولۍ، په ځانګړي ډول د افغانستان ګاونډيانو ته ګورو چې د افغان سولې بهير کې زمونږ سره ملګري شي،

د افغانستان خارجه وزير صلاح الدين رباني او په امريکا کې د افغانستان سفير حمدالله محب د صدر ټرمپ د نوې تګ لارې هرکلی کړی دی.

د پاکستان لخوا په رسمي ډول د صدر ټرمپ د افغانستان او سويلي اسیا نوې تګ لارې ته په سمدستي ډول کوم غبرګون نه دی ويل شوی. خو د پاکستان ډيفنس په نوم ټويټر اکاؤنټ نه ويل شوي دي، چې امريکې پاکستان تل کارولی او بيا يې بدنام کړی او اوس وخت راغلی چې لارې ترې جدا کړی شي،

او د عوامي نيشنل ګوند بشری ګوهر په ټويټر د پاکستان د خارجه او امنيتي پاليسۍ او ښه او بدو طالبانو په اړه ټويټ کړی دی.

د امریکې خارجه وزارت د افغانستان په اړه د صدر ټرمپ د تګ لارې د اعلان نه وړاندې په ټویټر ليکلي، د پاکستان وزيراعظم شاهدخاقان عباسي، د هند خارجه وزيرې سشما سوراج او د افغانستان خارجه وزير صلاح الدين رباني سره یې په ټيليفون خبرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG